کور / تازه خبرونه / د ادارو د څار لړۍ به نوره مسلسه او پراخه وي

د ادارو د څار لړۍ به نوره مسلسه او پراخه وي

د میدان وردګو والي ښاغلي حیات الله حیات د یو شمېر نورو مسؤلینو په ملیتا نن (سې شنبه) په دغه ولایت کې د ادارو څخه د څار اوږدمهاله لړۍ پیل کړه.
نوموړی د دغه لړۍ په پیل کې د نفوسو د احوال د ثبت،پاسپورټ او افغانستان بانک مدیریتونو څخه لیدنه وکړه او هغه ستونزې چې د لیدنو پر مهال ورسره د دغه ولایت د مخورو له لورې شریکې شوې،د یادو مدیریتونو مسؤلینو ته یې د معلوماتو د ورکړې لارښوونه وکړه.
د یادو مدیریتونو مسؤلینو تر دې وروسته د شفافو کړنو د ژمنې ترڅنګ د دوی یو شمېر ستونزې هم د میدان وردګو والي سره شریکې او د همکارۍ غوښتنه یې وکړه.
د میدان وردګو والي ښاغلي حیات الله حیات دوی ته په هر برخه کې لازمې سپارښتنې وکړې او ورته یې لارښوونه وکړه،چې د مراجعینو په قانوني کارونو کې باید هیڅکله ځنډ او خنډ رامنځته نشي .
هغه د نفوسو د احوال د ثبت،پاسپورټ او افغانستان بانک مامورینو ته ډاډ ورکړ،چې د دوی هر ډول ستونزې به اړونده ادارو سره د حل په موخه شریکې کړې خو ټینګار یې وکړ،چې دندې ته په ټاکلې وخت حاضریدل او د خلکو سره ښه چلند کول او د دوی کارونه له خنډ او ځنډ پرته سرته رسولو کې به ټول کارکوونکې په رښتینې ډول هڅې کوي .