کور / اسلامي / دروژې فقهي مسایل(۷)

دروژې فقهي مسایل(۷)

۴۸:دمیرمنې مچول اوپه غیږکی نیول:
که له ښځې څخه دمچولویاغیږکي نیولوپه وخت کی سړی انزال شو روژه ئې ماتیږي قضاء ئې شته کفاره نشته.
(فتاوی دارالعلوم دیوبند ۶/ ۴۱۷)
۴۹: دشیطان ترخطاایستولووروسته دروژې ماتول:
په احتلام سره روژه نه ماتیږي، که یوڅوک احتلام شوی وو اوبیایی په غلطۍ سره روژه ماته کړه صرف قضاء یی شته خوکفاره ئې نشته.
(فتاوی دارالعلوم دیوبند ۶/ ۴۲۱)
۵۰:دډیری مجبورۍ په حالت کی روژه ماتول:
که یوڅوک سخت ناروغه شي اوروژه ماته کړي قضاء یی شته اوکفاره ئې نشته.
(فتاوی دارالعلوم دیوبند ۶/ ۴۲۲)
۵۱:په قصدسره روژه ماتیدل اوبیاناروغه کیدل:
که یوچاپه قصدسره روژه ماته کړه اوبیاناروغه شویاښځې ته حیض ورغی نوقضاء ئې شته اوکفاره نشته.
(فتاوی دارالعلوم دیوبند ۶/ ۴۲۸)
۵۲: له ښځې سره په زورجماع کول:
که په روژه کی دښځې سره په زورجماع وشي نوپرښځې صرف قضاء لازمه ده کفاره نشته. خوپرسړي هم قضاء شته اوهم کفاره
(هندیه ۱/ ۲۰۵)
۵۳:دښځې دمخ په شرمګاه کی دوااچول:
که کومه ښځه دمخ په شرمګاه کي دوا واچوی روژه ئې ماتیږي.
( البحرالرائق زکریا۲/ ۴۸۸)
۵۴: که ډاکتره دښځې په شرمګاه کی لاسوننباسی:
که ډاکترې دښځې په شرمګاه کي لاس ننویستی دادوه صورته لري:
الف: که ئې لاس وچ اودوانه وه پر نوروژه ئې نه ماتیږي.
ب: که ئې لاس لونداویاپه دوالړلی وو بیاروژه ماتیږي.
نوربیا…
په اسلامي پاکه مینه ستاسوورور عبدالغفار جُبیر
ستاسوددعاوومحتاج