کور / اسلامي / د روژې فقهي مسایل (۸)

د روژې فقهي مسایل (۸)

۵۵:کفاره اوهغه صورتونه چی کفاره واجبیږي:
کفاره څه وخت لازمیږي؟
که یومکلف نر/ښځه روژه په قصدسره پرته له کومی اشتباه خوراک ، څښاک اویاجماع وکړي داروژه فاسده ده نوپه دغه حالت کي کفاره اوقضاء دواړه لازمیږي.
(عالمګیری ۲۰۵، ۲۰۶)
کفاره څه شی ده؟
درمضان دروژې دماتولوکفاره داده چی غلام یامنیځه ازاده کړي، که داممکنه نه وي لکه نن سبا نوپرله پسې دی دوې میاشتی روژې ونیسي اوکه ئې یوه وخوړل بیابه ئې له سره ټولی نیسی، اوکه ئې ددې وس هم نه درلودی نو۶۰ مسکینانوته دي په ډک نس سره سهاراوماښام ډوډۍ ورکړي.
(نورالایضاح مع مراقی الفلاح: ۳۶۶)
۵۶: دښځې لپاره دحیض ورځي عذردی:
که چیري پرښځې باندی کفاره لازمه شي نودهغې میاشتني ناروغي (حیض) عذربلل کیږي، داعذردهغې دکفارې دروژوپرتسلسل باندی کوم اثرنلري مګرکله چي پاکه شي سمدستي دي روژ بیاپیل کړي.
(طحطاوي: ۳۶۶)
۵۷:بې انزاله جماع:
که په جماع کي دنردتناسلي آلې سر(حشفه) پټه شوه نوقضاء اوکفاره دواړه شته که انزال وي اوکه نه وي.
(شامی بیروت ۳/ ۳۴۴)
۵۸: دبل کس ناړي تیرول:
که دبل کس ناړي تیری کړل شي نوروژه فاسده ده قضاء یی لازمه ده کفاره نشته، که خپلی ناړي پرلاس توک کړي اوبیائې تیري کړل شي روژه فاسده ده قضاء یی شته کفاره نشته اوکه چیری دمحبوب ناړي تیري کړل شي نوقضاء اوکفاره دواړه شته.
(شامی بیروت ۳/ ۳۴۵، فتاوی دارالعلوم دیوبند ۶/ ۴۳۳)
۵۹: په روژه کي اومې غوښې یاوریجي خوړل:
دروژې په حالت کي اومې غوښې یااومې وریجي خوړل روژه فاسده وي قضاء اوکفاره ئې دواړه شته.
(فتاوی دارالعلوم دیوبند ۶/ ۴۴۱)
نوربیا…
په اسلامي پاکه مینه ستاسوورور عبدالغفار جُبیر
ستاسوددعاوومحتاج