کور / هراړخیز / په روژه کې نرخونه او که سوچه کفر ؟

په روژه کې نرخونه او که سوچه کفر ؟

په نوره اسلامي نړۍ کې چې روژه په رانیږدې کیدو شي نو هر څه ارزانه شي . هر څوک غواړي چې ځانته ددې لپاره یو جوماعت ونیسي چې خوارانو او بې کسو ته ډوډۍ او شربت ورکړي ، تر دې پورې چې ځینې عرب نورو اسلامي هیوادونو ته مرستې لیږي او جوماتونه د خیر ښګړې لپاره ټېکه کوي ، لکه افغانستان ، پاکستان ، بنګلادېش او نور … دغه راز نغدې پیسې او سامان یو چاته ورکوي چې روژه یوه مبارکه میاشت او یوه ښه موقع ده . له روژې پرته یې هم ډېری جوماتونه او مدرسې په نورو هیوادونو کې په شخصي لګښت جوړې کړې دي . خو په افغانستان کې بیا خبره سر چپه ده ، کله چې روژه په رانېږي کیدو شي نو خوراکي توکي ورته ساتي چې په روژه کې یې په ګرانه بیه وپلوري . افغانان چې ځانونه قوي مسلمانان ، جهادي او پرهیزکاره هیوادوال بولي هغه عمل تر سره کوي چې که کفار ترې خبر شول هیڅ به مسلمان نه شي ، کله چې روژه راشي نو یو وار په اصطلاح کفر راواخلي او ټوله ګټه په روژه کې لټوي . څومره لوفر چې دي روژې ته څڼې او بریت پریږدي او چوکونو ته راووځي او په څڼو کې یې ګلان ورکړي وي ، کله له یوه سره خوله وهي او کله له بل سره ، وبه وايې چې روژه یې د خلکو لپاره نیولې ده . ټوله ورځ روژه ونيسي خو په ماښام کې یې خرابه کړي . یخ او واوره چې نور وختونه کیلو په (۱۰) وي په روژه کې یې په (۲۰) ان تر (۱۰۰) هم ورسوي ، ځینې خو وایي چې روژه تېره شي نو پلانۍ بده کړنه به تر سره کوو او مسلماني یې یوازې تر رژې محدوده کړیده . خو ځینې رښتني مسلمان هم شته چې پټې صدقې او خیراتونه کوي ، لکه تېر کال یې چې راکډه شویو مهاجرینو سره بېلابېلې مرستې وکړې مکملې د یخ کارخانې یې ورته په ټېکه کړې ، د ځینو په وینا چې عام خلک له دې نعمت څخه نا خبره دي او خاصو خلکو روژه پوهنه ویلې ده او که نور وس یې نه رسیږي خورما او ساده شربت خو ګاونډیانو ته ورکولی شي . خدای دې وکړي چې له دې وروسته خپله مسلماني سمه وکاروو او د روژې له ستر نعمت څخه په ستره معنا ګټه پورته کړو . په همدې هیله .
ځینې چې روژه خوري له اختر نه هم خوند نشي اخیستی.