کور / تازه خبرونه / دانګام ولسوالۍ څخه بې ځایه شوو کورنیو له دولت څخه دمرستوغوښتنه وکړه

دانګام ولسوالۍ څخه بې ځایه شوو کورنیو له دولت څخه دمرستوغوښتنه وکړه

د بې ځایه شوو کورنیو استازو د ولایت په مقام کې د کونړ والي وحیدالله (کلیمزي) سره دکتنی په وخت کې وویل په سلګونه کورنۍ چې دخپلو کورونو څخه دامنیتي ستونزو او داخلي جنګونو له امله بې ځایه شوي چې ځینی یې دکرایه په کورنوکې او ځینې نور یې په دی تو ده هوا کې سرپنا هم نه لري د ډیرې ستونزو سره مخ دي دو لت دی زمونږ ستونزی هواری کړي او بېرته خپلو کورونوته په ستنېدوکې دی راسره همکاري وکړي.

دکونړ والي وحیدالله (کلیمزي) د کډوالو ستونزو له اورېدو وروسته وویل هڅه مو داده چې په خپل وخت دولس مشکلاتو څخه ځان خبر او دحل لاری یې ولټوو ستاسو غوښتنی به دمرکزي حکومت او نړیوالو مرستندویه موسیسو سره شریکی کړم او هغه امکانات چې ولایتي اداره یې په لاس کې لري ونه سپموم ښاغلي کلیمزي په مرستندویه موسیسو غږ وکړو چې په دی ولایت کې دی دراستانه شوو او داخلي بې ځایه شوو کډوالو سره خپلو مرستو ته ادامه ورکړي