کور / تازه خبرونه / پولیسو په کندهار کي بهرني او کورني وسله وال نيولي

پولیسو په کندهار کي بهرني او کورني وسله وال نيولي

د کندهار د امنیې قومندانۍ چارواکي وايي، په تېره اونۍ کي یې اووه تنه وسله وال د بېلابيلو عملیاتو پر مهال وژلي او دغه راز د یوه بهرني په ګډون پنځه تنه يې نیولي دي.
د کندهار د امنيت امر رحمت الله اطرافي وايي، چي ځواکونو يې په تېره اونۍ کي د عملياتو پرمهال اوه وسله وال مخالفين وژلي او د يوه بهرني په ګډون يې پنځه نور ژوندي نيولي دي.
اطرافي وايي، چي د جنايي جرمونو په تړاو يې هم اته تنه او پنځه نور يې د شنه يې توکو سره نيولي چي دامهال تر پښتو لاندي دي.
د پولیسو له خوا نیول سوو کسانو هم په خپلو جرمونو اعتراف کړی.
له دغو کسانو څخه یو تن يې بهرنی دی، چي په ژبه یې څوک نه پوهیږي، خو ګومان کیږي چي د قرغیزستان اوسېدونکی به وي، چي د کندهار ښار په دیارلسمه حوزه کي نیول سوی دی او دوهم نيول سوی کس په شاولیکوټ ولسوالي کي پولیس وژلي وو.
د کندهار د امنیت امر د هغو پنځو تنو پوليسو د نیولو خبر هم ورکړ چي څو ورځي وړاندي يې په ښار کي خلک وهلي او بد چلند یې ورسره کړی وو.
که څه هم په دې وروستیو کي په ښار کي له کورونو او دکانونو څخه غلاوي زیاتي سوي، خو د چارواکو په خبره، د کشفي ارګانونو فعالیت يې زیات کړی.