کور / تازه خبرونه / هارون حکيمي د اطلاعاتو او کلتور وزارت وياند وټاکل سو

هارون حکيمي د اطلاعاتو او کلتور وزارت وياند وټاکل سو

شاعر، ليکوال او ژوناليست هارون حکيمي د اطلاعاتو او کلتور د وزارت وياند وټاکل سو.
هارون حکيمي سږ کال د هندوستان هيواد د چانډيګر ښار د پنجاب پوهنتون څخه په سياسي علومو او ژورناليزم کي لوړي زده کړي تر سره کړې.
هغه دامهال د اطلاعاتو او کلتور د وزارت په وړانديز د ولس مشر په منظوری د اطلاعاتو او کلتور د وزارت وياند و ټاکل سو.
حکيمي په نظم او نثر کي پخه تجريبه لري او د ژورناليزم په برخه کي کوچنی لوی سوی او دامهال په دې برخه کي له لوړو زده کړو هم فارغه سو.
شاعرانو، ليکوالان او درسنيو استازي د حکيمي ټاکل يو ښه انتخاب بولي او غوښتنه کوي، څو په دې برخه کي خپل مسوليت په ښه ډول سره ادا کړي.