کور / سياسي / د ۱۳۶۸ هـجرى لمریز کال ځیني سیاسي یاددښتونه

د ۱۳۶۸ هـجرى لمریز کال ځیني سیاسي یاددښتونه

“د ۱۳۶۸ هـجرى لمریز کال ځیني سیاسي یاددښتونه”، نولسم جلد، له ۱۲۸ نه تر ۱۳۶ مخونه
______________________________________________________________

لومرى برخه

د ۱۳۴۹کال د ثور په یولسمه نیټه د پرچم جریده د شوربازار د حضرتانو په تحریک د ملایانو له لوري تکفیر شوه.
په پرچم کې د لینن پر نوم “درود” ویل شوی و. دغه “درود” د بارق شفیعی په شعر کې داسې راغلی و:
” وزما درود باد به آن رهبر بزرگ
لینن كبير!”
ما د پرچم د تحریر په هیأت کې د “درود” د کلمې د نه چاپولو لپاره ډیره مبارزه وکړه، خو زه په اقلیت کې پاتی شوم او د ګوندي پرنسیپ د روحیې پر بنیاد چې وایي « اقلیت د اکثریت تابع دی» له ماتې سره مخامخ شوم. د تحریر هیات ټولو غړو یعنې کارمل، خیبر، کشتمند، نور احمد نور، دکتورس اناهیتا او بارق شفیعی د “درود” د خپرولو په طرفدارۍ رایه ورکړه.

ملګري کارمل په تعجب او بار بار له مانه پوښتنه وکړه چې د “درود” د کلمې استعمال د لینن په ستاینه کې څه باک لري؟ ما ویل “درود” په فارسي او پښتو ژبو کې دیني ستاینه ده او د اسلام پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) ته اختصاص شویده. “درود” زموږ دینی عالمان د صلوات په معنی پیژنی او یوه متبرکه دینی ستاینه ده. په قرآن شریف کی ویل شویدي: « ان الله و ملایکه یصلون علی النبی یا ایهاالذین آمنو صلوا‌‌ علیه و سلموا تسلیما» ددې آیت معنی دا ده: «خدای او ملایکې یې پر نبي باندې “درود” وایي. ای مومنانو تاسو هم پر هغه باندې “درود” ووایاست». زموږ دیني عالمان د “درود” ویل صرف د اسلام پر پیغمبر پورې محدودوی او پر غیر مسلمان باندې د “درود” ویل حرام او له اسلام نه لرې بولي. کارمل وویل، تر اوسه پوری خو موږ د لینن په باره کې ډیر څه خپاره کړي. د هغه کړه وړه، د هغه سیاسي او فلسفي عقاید. موږ ته خو لا تر اوسه په دې باره کې ملایانو څه تاوان نه دی را اړولی. ما وویل هغه به موږ ته څوک را ونه بخشی، لیکن د لینن د مقالو او آرأوو په باره کې د ملا صاحبانو فهم څه قاصر دی. هغوی به ورو ورو وپوهول شي او په لرلید کې به دا مقالی او آرأ پر مترقي نهضت باندی خامخا خپل منفی اثر وغورځوی. لیکن د “درود” کلمه د هغی د ساده گۍ او عمومیت په وجه هر چا ته، حتی عوامو ته قابل د فهم ده او ملا بې له تکلیف او استدلال څخه پوهیږي چه لینن ته “درود” ویل له اسلامى جواز او شرعي رخصت سره بلکل مغایرت لري. دا به خامخا ددې سبب شي چې ملایان تحریک شي او یا د دښمن تحریک پر ځان ومني او زموږ پرضد راپاڅیږي. زه نه پوهیږم چې پر لینن باندې د “درود” ویل څه ګټه لري او زموږ مجبوریت پدې باره کې څه دی؟ موږ خو د همدې مسلمان ولس خدمتگاران یو، نو بیا د هغوی د عقیدې او مقدساتو پر ضد اقدام ولې کوو؟ دغه “درود” موږ ته څه راکوي؟ بارق څه حق لري چې د “درود” په خپرولو اصرار کوي؟ که ډیر شوقمن وي، لینن ته دې بل شعر ولیکي. زما خبرې موثرې نه شوې. د شعر د خپرولو طرفداران ډیر شول او زه مامور شوم چې دغه شعر د لینن د سلمی کالیزې په مناسبت د پرچم په فوق العاده جریده کې خپور کړم. ما شعر چاپخانی ته یووړ، سخت تشویش راپیدا شوی وو. ما تعجب کاوه چې دغه ګوند، یعنې زموږ د خلکو دموکراتیک ګوند به څرنگه پدې هیواد کی دوام او بقا پیدا کړي او څرنگه به بري ته ورسیږي. ما فکر کاوه ښایي همدا د “درود” خپرول به زموږ د ګوند خاتمه مُهر کړي.
اخبار په مقرر وخت چاپ شو او ما کارمل صاحب ته د ورستي ځل لپاره مراجعه وکړه چی هیأت تحریر دې راوغواړي او دا اخبار دې د هغوی په رضائيت وساتي او نه یې دې خپروي. کارمل صاحب وخندل، ما ته یې وویل چې تا خپل عمر په خانقاه او جومات کې تیر کړی دی، ځکه د ملایانو څخه تشویش در پیدا کیږي. هغه وویل «د ملا باد اوس وتلی دی. څه یی د لاسه نه راځي». ده وویل د ګوند اراده او فیصله همدا ده چې اخبار دې ووزي او ودې ویشل شي.
ما اخبار د ورځې په دوو بجو بازار ته د ویشلو لپاره واستاوه او کارمل ته می په تیلیفون کی وویل، زه باور لرم چی د دغه “درود” په وجه به ملایان زموږ د اخبار او ګوند پرضد را ټول شی او زموږ سیاسي مخالفین به له دې پیښې نه ناوړه استفاده وکړي.
د اخبار (پرچم) د خپریدو په لومړی ورځ د ښار د خلکو یوه اوه سوه کسیزه ډله چې زیاتره یې د دیني مدرسو طالبان، د جوماتونو ملایان او د شوربازار د حضرتانو مخلصان وو، د صبغت الله مجددی او د هغه د پلار میاجان مجددی تر مشرتابه لاندې د کابل د باغ عمومی له لوري د اطلاعات او کلتور وزارت ته راورسیدل او د هغه مخامخ یې د پرچم په اخبار کې د “درود” د خپریدو په هکله احتجاجیه میټنګ پیل کړ. د مظاهری ګډون کونکو د پرچم فوری مصادره او د هغه د خپرونکو خصوصاً د بارق شفیعی محاکمه غوښته. هغوی د لینن، شوروی اتحاد او کمونیستانو پرضد شعارونه ورکول او دولت یې د پرچمیانو د ملاتړ په تور محکوماوه.
ددی ورځې په سبا له ولایاتو څخه د دیني عالمانو راتګ شروع شو. له هراته تر ننګرهاره پورې د ملایانو ډلګي کابل ته راورسیدل او د پل خشتی په جومات کې یې خپل منبر او مركز جوړ کړ. ملایان په نوبت منبر ته ختل، «پرچم» او بارق یې تکفیرول او له دولت نه یې د “درود” د خپرولو په مناسبت د عاملانو سزا اومحکمه غوښتله. اخوانیانو پدی اور کې خپلی پتیرې پخولې. هغوی ملایانو ته نیږدې شول او د هغوی لارښونه یې پخپل لاس کی واخیسته. هغوی د لومړي ځل لپاره پیاوړي شول او د دین د خدمتګارانو بڼه یی پیدا کړه.
پخوا تر دې به د اخوانیانو د مظاهرې په وخت یو څوکوچني سپین بیرغونه پورته کړي وو او ورپسې یې اوه یا اته کسه له پوهنتون نه را ایستل. خو اوس د هغوی شمیر زرګونو ته رسیدلی وو. دوی ملایانو ته د پرچم پر ضد سازمان ورکاوه او د ملایانو د روان شوي نهضت سره یې د امریکی د متحده ایالاتو او پاکستان د جاسوسی شبکو روابط ساتل. د لومړي ځل لپاره د ملایانو او د ښي لاس د مرتجعو روشنفکرانو روابط منځ ته راغلل او دیني ټولنه له دولت سره د مقابلی لپاره د مخامخ سیاست ډگر ته را ووته. د دې خبرې معنی دا ده چی مولوی صاحبان او د جوماتونو هغه امامان چې د پل خشتي په جومات کې د پرچم په جریده کې د “درود” د خپریدو په وجه راټول شوي وو، تدریجاً د صبغت الله مجددی په لارښوونه د اخواني نهضت تر تاثیر لاندې د دولت مقابلې ته راپاڅیدل. زه باور لرم چی فقط په همدې وجه پرچمیان، چې د دولت او ملایانو له غبرګ غضب سره مخامخ شوي وو، له حتمی سقوط او تباهۍ نه خلاص شول.