کور / تازه خبرونه / د پکتیکا والي دښار پاکولو په حشر کې برخه واخیسته

د پکتیکا والي دښار پاکولو په حشر کې برخه واخیسته

د پکتیکا والي ښاغلي امین الله شارق د ولایت مقام مامورینو سره یو ځای لومړی د ولایت مقام د میلمستون پارک او د ولایت شاواخوا پاکه کړه،ورسته ښار ته ولاړ او د ښاروالۍ له کارکوونکو سره یې د ښار په پاکوالي کې برخه واخیسته داپه داسې حال کې ده چې د ولایت مرستیال عطاالله فضلي،او د ځینو ادارو مسئولینو او د ولایت مقام ټولو مامورینو پدې حشر کې ګډون کړی و.
ښاغلي شارق وویل ښاروال یوازې نشي کولای چې ښار پاک کړې ټولو هټیوالو ته یې سپارښتنه وکړه چې د ښار په پاکوالي او ښارې نظم په برابرولو کې د ښاروالۍ له کارکوونکو سره مرسته وکړئ،شارق زیاته کړه پاکي د ایمان یوه برخه ده نو باید جدي توجو ورته وکړو،نوموړي زیاته کړه دا کار ما د ځان ښودني لپاره نه ده ترسره کړی ،هغه ژمنه چې په لومړي ځل مې تاسو سره کړې چې زه ستاسو والي نه بلکي ستاسو خدمتګار یم او دابه په عمل کې درته ثابته وم، باید هڅه وکړو تر څو خلک له ښارې فرهنګ سره اشنا کړو،داچې د چاپیریال ککړتیا له امله ګڼي ناروغي رامینځته کیږي د خپل توان په اندازه د ښار هر اوسیدونکی باید هڅه وکړئ چې خپل چاپیریال پاک وساتي تر څو مو د ناروغيو مخنیوی کړی وي داچې هر څوک یو کاغذ ټول کړئ او کثافت داني ته یې واچوي د ښار په پاکوالی کې به مو ستره ونډه اخیستي وي، او د یوه پاک ښار څښتنان به یو،ورپسې یې د مرکز ښرني د جامع جومات د بیارغولو له چارو څخه لیدنه وکړه او د جومات د رغوني کمیټی سره یې ژمنه وکړه چې تر خپله وسه به د جومات جوړلو په چارو کې درسره مرسته کوم. د مرکز ښرني مشرانو او هټیوالو د والي امین الله شارق دا کار وستایل او زیاته یې کړه خوښ یو چې په لومړي ځل والي د ښار په پاکوالي کې برخه اخلي او ژمنه یې وکړه چې لدې ورسته به د ښار پاکوالي په برخه کې زیاتې هڅې کوي.