کور / تازه خبرونه / سیمه ییزو پولیسو ته د ځانګړې پاملرنې ژمنه وشوه

سیمه ییزو پولیسو ته د ځانګړې پاملرنې ژمنه وشوه

د کورنیو چارو وزارت یو لوړ رتبه پلاوي د میدان وردګو والي ښاغلي حیات الله حیات سره د لیدنې په ترڅ کې ژمنه وکړه،چې سیمه ییزو پولیسو ته به د روزنې او امتیازاتو په برخه کې ځانګړې پاملرنه وکړي .

دغه لیدنه چې نن ( شنبه) د ولایت په مقام کې ترسره شوه،د کورنیو چارو وزارت څخه د راغلي پلاوی مشر جنرال عزیز احمد وویل د یاد وزارت له لورې راستول شوې، تر څو د سیمه ییزو پولیسو د لا ښه والې په موخه د ولایت مقام لارښوونې له ځان سره ولري.

د میدان وردګو والي ښاغلي حیات الله حیات وویل سیمه ییز پولیس هر مهال د جګړې په لومړۍ لیکه کې جنګیږي، نو لازمه ده،چې دغه پولیسو ته په ښه توګه روزنه او د دې ترڅنګ دوی ته په ښه توګه امکانات هم برابره شي .

ده همدا راز زیاته کړه، سیمه ییز پولیس دې د سیمې د خلکو په خوښه د دوی په سیمو کې به دندو وګمارل شي،په داسې حال کې چې تر دې وړاندې په دغه برخه کې ګڼې نیمګړتیاوې شتون لري .

د کورنیو چارو وزارت څخه د راغلي پلاوی مشر جنرال عزیز احمد ژمنه وکړه،چې یادې لارښوونې به د اړونده وزارت له رهبرۍ سره شریکې او پوره هڅه به وکړي،چې عملي بڼه هم ورته ورکړي .

د یادونې وړده،په میدان وردګو ولایت کې نږدې زرتنه سیمه ییز پولیس په دندو ګمارل شوي دي .