کور / هراړخیز / د نړیوال شیطاني طاقتونو زړې تیر ایستنې په نوې بڼه او نوي رنګ کې

د نړیوال شیطاني طاقتونو زړې تیر ایستنې په نوې بڼه او نوي رنګ کې

د نړیوال شیطاني طاقتونو زړې تیر ایستنې په نوې بڼه او نوي رنګ کې

استاد نورالله خان احمدزی

درنو مسلمانانو، زموږ او ستاسو ډیرو داسې اصطلاحاتو او ټکو ته پام نه وي خو هغه ټکي او اصطلاحات په ټولنه کې ډیر منفي او ناوړه پایلې رامنځته کوي، کفار په ګڼو لارو غواړي داسې لغتونه او اصطلاحات په ټولنه کې عام کړي تر څو نور خلک (مسلمانان) یې هم کارولو ته اړ او دوی خپله باطله عقیده او فلسفه پر موږ وتپي.
غواړم لاندې یو څو مثالونه ستاسو مخې ته کیږدم او تاسو پرې خبر کړم تر څو هر یو له موږ څخه دغو شیانو ته پاملرنه وکړئ، دارنګه خپل ماشومان او ځان له دا ډول ناوړه افکارو او کړنو څخه وژغورئ.
Boldness :1 (زړورتوب) په دغه نوم بد اخلاقي او بد سلوک رایجول او عامول.
Confidence :2 (باور او بروسه) په نوم بې شرمي رامنځته کول.
Beauty and Fashion :3 (د ښایست او فیشن او ځان جوړول) په نوم بې پرده توب، لوڅوالی او بې حیایي ته لاره هوارول.
Love :4 (مینه او محبت) په دغه نوم بې غیرتي او د جنسي بېلاري توب رامنځته کول.
Entertainment :5 (تفریح او میلې کول او میلمساتیا ګانې جوړول) په نوم سندرې د ښځو سره ناسته ولاړه د شرابو کارول او په دغه نوم مستي او ناروا لوبې ترسره کول.
Exception and Need :6 (اړتیا او استثنا) په نوم ناوړه ګناهونه د وخت اړتیا نومول او ورته لاره هوارول.
Independence of View :7 (د رأیې اظهار یا څرګندول) په نوم د مشرانو، علماوو، فقهاوو، اولیاء کرامو، او د انبیاء کرامو په شان کې ګستاخي او د شریعت په متفقه او مسلمه شیانو باندې بیځایه نیوکې او له خپل ځان او غلط فکر څخه ناوړه ټکي او الفاظ را ایستل. اوس وخت کې موږ ډیر داسې کسان وینو چې علماوو او اولیاء کرامو او د دین په مشرانو پسې له خپل ځانه داسې بې باکه خبرې کوي چې نه یې سالم عقل مني او نه کوم غښتلي او عقیدوي مسلمان دا خبرې کړي خو دوی چې له بهر څخه ترزیق کیږي او دا ناروا لارې او کړنې ورته ښایي او و دغو لاسپوڅو پر مټ یې پرمخ وړي، نو موږ ټولو ته پکار دي چې د دا ډول خلکو مخه ونیسو او پرېنږدو چې پردي زموږ له اسلامي ټولنې او خلکو څخه ناوړه ګټه پورته کړي.
د پورته ذکر شویو مطالبو په تائید سره باید ذکر کړم چې اوس دادی موږ یې منفي پایلې په میډیا او دفاترو کې پخپلو سترګو وینو، هر هغه کس چې ورته ځانګړتیاوې ولري هغه ته ژر کار ورکول کیږي او چه علم لري تجربه لري حیا لري بیا دوی ته اولیت نه ورکول کیږي، په اکثرو هغو دفاترو کې چې ملګري ملتونه یې له مالي پلوه تمویلوي یا د امریکا پرمختللې اداره مرستې ورسره کوي یا نورو کفري هیوادو ته منسوب او تړلي دفاتر ټول همدا پالیسي لري. ځینې خلک د مجبوریت پر بنسټ خپل افغاني او شرعي لباس لرې کړي بیا دریشې وکاروي او ځینې لا هم دېته اړ کیږي چې نکټایي هم ورسره وکاروي.
موږ مسلمانان د اداره او منجمنټ، ساینس او پرمختګ…… ټول هغه اصطلاحات چې د اسلام او اسلامي ټولنې خلاف رامنځته شوي د هغوی په هکله خلکو ته خبر او عام پوهاوی ورکړو تر څو بې خبره خلک د چا تر منفي تبلیغ او تاثیر لاندې رانشي. ورسره داسې کړنلاره هم جوړه کړو تر څو پرديپال او بهرنۍ ادارې او مؤسسات زموږ په هیواد کې نور دا ډول کړنې ترسره نکړي، مطلب دا چې علم او پرمختګ پخپل ځای کار پخپل ځای اسلامي تهذیب او افغاني عنعنات پخپل ځای دا بېل بېل مفاهیم باید یو د بل پر خلاف ونه کارول شي.
راځئ په ګډه دعا وکړو چې یا الله! زموږ اسلامي ټولنه د شیطان له وسوسو ، د هغه له شومو او ناوړه کړنو څخه خوندي او په امن وساتې. آمین