کور / تازه خبرونه / کندهار: په عملياتو کي ۶۵ وسله وال مخالفين ووژل سول.

کندهار: په عملياتو کي ۶۵ وسله وال مخالفين ووژل سول.

د کندهار د و الي ویاند صمیم خپلواک وويل، چي افغان ځواکونو د تېرو څلورو ورځو راهیسي د میوند ولسوالۍ په ګرم واک سیمه کي عملیات کړي، چي پرمهال يې د دولت ۶۵ وسله وال مخالفین وژل سوي دي.
د خپلواک په وینا په وژل سو وسله والو کي د ملا عبدالباري، حاجي پیر ملا نیک محمد، ملا طاوز او ملا عبیدالله په نومونو د وسلواله طالبانو مشهور قومندانان هم شامل دي.
د والي ویاند وايي عملیات د څو نورو ورځو لپاره هم دوام لري او افغان ځواکونو ته تلفات نه دي رسیدلي.
په عین حال کي یوې امنیتی سرچني لر او بر ته ویلي، چي په دغه وژل سو وسلوالو کی ملا عبدالباري هم شامل دي چي د هلمند لپاره دطالبانو نومول سوی والي وو.
د سرچنې په وینا وژل سوي وسلوال د هلمند څخه میوند ولسوالي ته داخل سوي وه او د کشفي ارګانونو د راپور وروسته دعملیاتو پرمهال ووژل سول .
د دولت وسلوالو مخالفینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي .