کور / هراړخیز / ديارلس کلن [جان اولي] ۸۰۰ کيلومتره موټر چلولئ

ديارلس کلن [جان اولي] ۸۰۰ کيلومتره موټر چلولئ

يوه جرمني تنکي ماشوم چي ۱۳ کاله عمر لري دخپلي انا موټر ۸۰۰ کيلو متره چلولئ دئ .


جان اولي دجرمني په اوسترهاودرفېهن ښار کښي چي دهالنډ دسرحد سره نژدې موقعيت لري اوسيږي؛ ده دسفر دشروع څخه مخکښي خپل پلار او مور ته په يو پرې ايښي ليک کښي داسي ليکلي  وه : ” دلته بيخي خسته ګي ده، زه غواړم چي نړۍ ووينم .”


له دې څخه وروسته نوموړی دهالنډ پلازمېني امستردام  بيا د هالنډ مشهوره ښار روتردام او ورپسې يې د بلجيم پلازمېني بروکسل پرخوا حرکت وکړ . چي پاريس ته نارسيده يې په لاره کښي موټر ته دپطرولو پر ځای ډيـــزل ور واچول، ددې سره يې نور موټر نه چالانېده؛ او د پطرول پمپ يو ه کارکوونکي د مرستي پرځای پوليسو ته حواله کړ ؛ خو دی لا تر ۱۸ کالو کم دئ [؟]


نوموړي اصلا غوښتل چي و[ کوستا بلانکا] نومي ښار ته ولاړ سي ؛ چيرته چي وړاندي  ده درې کاله ژوند کړئ وو.