کور / هراړخیز / رباط افغاني هم خرڅ سو!

رباط افغاني هم خرڅ سو!

دلروبر گرانه چلوونکې!
ترسلام وروسته
درباط افغاني ( #رباط_افغاني ) په اړه مادالیکنه په ۲۰۰۱ع کال کي دحج دفریضې تراداکولو وروسته لیکلې اوپه (افغان رساله ) کي مي په هماغه نېټه خپره کړې وه چي زماپخپله ویبپاڼه کي هم داڅوکاله کېږي پرته ده. پرون په روهي ویبپاڼه کي دامقاله دسرلیک په بدلون بیاخپره سوه او یوعکس هم ورسره خپورسو. روهي ویبپاڼي زمادسمدستي یادوني له امله سرلیک ور سم کړ، خوعکس ئې ورسره پرې ایښی وو. پر دې لیکنه باندي څورلس کاله تېرسوي دي او درباط افغاني په سرنوشت کي ښایي څه بدلونونه راغلي وي، چي له بده مرغه زه ئې حال اوس نه لرم. که محترم لوستونکي معلومات لري، دمهربانۍ له مخي دې نشرکړي.
داچي زمالیکني دویبپاڼومحترم چلوونکي بیاخپروي، دکوروداني وړ کار دئ، خولطفاً دي دغه وضاحت هم ورسره زیاتوي چي زمالیکنه ئې له کوم ځای څخه رااخیستې ده؟ نېټه او کال دې هم نه ځني لیري کوي.
په درنښت
محمدمعصوم هوتک
۲۹ جون ۲۰۱۵ع


 http://hotakonline.com/uploads/Maqalay/Others/rabat.e.afghani.pdf