کور / تازه خبرونه / په غورک کي د ملي اردو جنګي چورلکه لوېدلې

په غورک کي د ملي اردو جنګي چورلکه لوېدلې

د کندهار د غورک او ميوند ولسوالۍ ترمنځ د ګرماوک په سیمه کي د ملي اردو ځواکونو يوه چورلکه لوېدلې او پر مهال يې شپږو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
دغه چورلکه پرون غرمه دوې بجې د عملیاتو پر مهال په زيکوک ووېشتل سوه او ولوېدل.
د کندهار د والي وياند صمیم خپلواک وايي، چي چورلکي د تخنيکي ستونزو له امله بېړنۍ ناسته کړې، خو چا وېشتلې نه ده.
خو يوې امنيتي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط ويلي، چي وسله والو طالبانو ياده چورلکه د عملیاتو پر مهال ويشتلې.
د چورلکي د وېشتل کېدو له امله درې د ملي اردو سرتېري وژل سوي، درې ټپيان سوي او دوه نور ورک دي.
دا په تېره يوه مياشت کي د ملي اردو دوهمه چورلکه ده، چي د وسله والو له لوري وېشتل کيږي.
د بريد مسولیت وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستی او ادعا يې کړې، چي د چورلکي ټوټي د لالک په دښت کي پرتې دي.