کور / تازه خبرونه / مرسته خيريه بنسټ د ۶۰ اړو کورنيو سره مرسته وکړه

مرسته خيريه بنسټ د ۶۰ اړو کورنيو سره مرسته وکړه

د مرسته بنياد خيريه بنسټ دكندهار ولايت د شاوخوا ۶۰ اړو او محتاجو کورنيو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته وکړه. د مرسته بنياد له خوا په چمتو سوو موادو کي ۵۰ کيلو اوړه، ۲۰ لېټره غوړي، ۲۵ کيلو وريجي، چای، بوره، نخود، صابون او هري کورنۍ ته د اختر له پاره د نارينه وو څو جوړې کالي برابر سوي وه.

د مرسته بنياد د مسئولينو په وينا دا د دې بنياد د مرستو اتم پړاو دئ چي هر کال په وارو وارو د ښار او اولسواليو د بېوزلو خلکو د لاسنيوي په موخه تر خلکو پوري بېلابېلي مرستي رسوي. د دوی په خبره دغه مرستي ئې د ټولنيزو رسنيو له لاري بېلابېلو کسانو د خيرات او ذکات په ورته لېږلې وې چي دوی هم د امانت په ډول پر هغو بې وزلو خلکو ووېشلې چي د ماښام يوه ګوله ئې هم نه لرل. د دې خيريه بنسټ يوه غړي سردارمحمدصالحي رسنيو ته وويل چي دا مرستي ئې په کندهار کي د بېلابېلو تجارانو او احساس لرونکو ځوانانو څخه راټولي کړي دي او بيا ئې د يوه منظم سيسټم له لاري د غريبو خلکو تر ټولو پر لوېدلو کورنيو وېشي. نوموړي همدارنګه وويل چي د دې مرستو ترڅنګ ئې دا وار هم يو شمېر کسانو ته د کاري زمينې د مساعدولو له پاره ګاډياني چمتو کړي دي چي له خير غوښتلو لاس واخلي او د کار له لاري خپلي کورنۍ ته نفقه پيدا کړي.

د دې بنياد يوه بل غړي جانان مومن بيا وويل ځکه ئې يو شمېر کسانو ته د کار زمينه مساعده کړې ده چي خلک بايد مفت خور اموخته نه سي او نه بايد يوازي خلکو ته خوراکي توکي ورکړي، بلکي بايد پر ځای ئې د کار زمينه ورته مساعده سي چي د کار له لاري حلاله روزي ترلاسه کړي. د نوموړي په خبره مجبوريت د معتادۍ پيل دئ چي همدې اصل ته په کتو ئې ځينو کسانو ته د خوراکي توکو د ورکولو پر ځای هغو ته د کار د زمينې مساعدولو په برخه کي مرسته کړې ده. جانان مومن وويل د دې بنياد ټول غړي د خپل معاش يوه برخه د بې وزلو سره د مرستي په خاطر ځانګړې کوي او همدارنګه د ځينو با احساسه کسانو څخه مرستي راټولوي بيا ئې اړو او مستحقو کسانو وېشي. ښاغلي مومن زياته کړه چي د مرسته بنياد ټوله تکيه د خلکو پر مرستو ده، نو له همدې امله ئې له شتمنو وغوښتل چي په دې برخه کي غريب هيوادوال هېر نه کړي.
بل خوا هغو بې وزلو چي د مرسته بنيا له خوا ئې مرستي ترلاسه کړي وې، خورا خوښي ښوول او ويل ئې چي تر دې دمخه هيڅ دولتي ادارې او يا کوم شتمن کس ئې لاسنيوی نه دئ کړی. بي بي راضيه چي د دې بنياد له خوا مرسته ورسره سوې ده وايي سخته ګرمي، د روژې مياشت او د اولادونو ناروغۍ ئې يوې خوا ته، خو پر همدې حال نيستي ئې بيا بل هغه پړی دئ چي له کلونو کلونو راهيسي ئې د غريبي او بې سرپرسته کورنۍ ور ترغاړي دئ. هغه چي د بې وسۍ، نيستۍ او سختي ورځي اوښکي ئې په سترګو کي ډنډ ولاړي دي يوازي دا وايي چي (خدای دي په دې برخه کي هر ځوان ته د هر قدم په بدل کي يو عالم نيکۍ ورکړي، تاسو ته دي ئې خدای بدل درکړي، ځکه موږ خو ئې بدله نه لرو). نوموړې زياتوي د کور څنګ ته ئې شتمن کسان سته، خو په وينا ئې د تېر يوه کال راهيسي ئې د برق د يوه کوچني لين ورته ويلي دي چي ترننه ئې مرسته نه ده ورسره کړې.

مرسته بيناد تر دې دمخه هم په بېلابېلو برخو کي په وارو وارو د خلکو په ځانګړې ډول د ټولني د بې وزلي قشر سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته کړې، په ښوونيزه برخه کي ئې يو شمېر کسان د لوړو زده کړو له پاره پوهنتونونو معرفي کړي، د روغتيا په برخه کي ئې ځيني ناروغان په هيواد کي داخل او له هيواده بهر د علاج له پاره لېږلي دي او همدارنګه ډېری کسانو ته ئې د کار زمينه هم مساعده کړې ده.