کور / هراړخیز / د استعفا ليکلو او وړاندي کولو ستراتيژي

د استعفا ليکلو او وړاندي کولو ستراتيژي

ما په پښتو کښي يو څو ليکني لوستلي دي چي د وظيفې مرکه (انټرويوو) به څنګه ورکوو، خو تر اوسه مي داسي ليکنه نه ده لوستلې، چي په يوه مؤسسه/کمپنۍ کښي به خپله وظيفه پای ته څنګه رسوو؟
په خپل لس کلن کاري ژوند کښي مي ځيني داسي همکاران ليدلي دي چي په مؤسساتو/ کمپنيانو کښي ئې په داسي طريقه استعفا وړاندي کړې چي په هيڅ صورت د منلو وړ نه وي. په دغه ليکنه کښي مي د استعفا ليکلو او وړاندي کولو ستراتيژۍ لوستوونکو ته په لنډ ډول ليکلي دي:
استعفا د اوسنۍ ادارې سره د رسمي اړيکو قطع کولو ته ويل کيږي، چي په مسلکي ژوند کښي حتمي ده. دلته نو تر ټولو مهم قانون دا دئ چي تاسو بايد په بده طريقه استعفا نه وليکئ او نه ئې وړاندي کړئ. مسلک، اخلاق، نزاکت او حتی ځيني رواجونه هم په نظر کښي ونيسئ. په ډېره حوصله او مسلکي ډول د خپل آمر سره د خپلي دندي د پرېښوولو علتونه شريک کړئ، هغوی ته لومړی شفاهي قناعت ورکړئ او بيا د استعفا پر ليکلو فکر وکړئ. پام مو وي چي کله د آمر يا رئيس له شعبې څخه راووزئ، د نورو همکارانو سره د دغه اوسني دفتر منفي نقطې او د راتلوونکي دفتر مثبتي نقطې مه شريک کوئ. د خپلي اوسنۍ مؤسسې/ کمپنۍ دکارمندانو لارښود، قوانين، مقررارت او اصول په نظر کښي ونيسئ، په خاصه توګه بايد لاندي خبري درڅخه هېري نه سي:
اول- وخت: خپلي مؤسسې/کمپنۍ ته وخت ورکړئ چي ستاسو پر ځای يو بل مامور/ کارمند پيدا کړي،که ضرور وي. د استعفا عنعنوي موافق سوی وخت له دوو هفتو څخه تر څلرو هفتو پوري وي، خو تاسو بايد د خپل آمر سره مشوره وکړئ، چي ايا تاسو ته تر دغه وخت مخکي او که وروسته د تلو اجازه درکوي؟ بيا نو اقدام وکړئ.
دوهم- د خپل آمر سره مرسته وکړئ: د خپل آمر سره د نوی کس په نيولو او بيا د هغه په روزلوکښي مرسته وکړئ چي ستاسو خلا په مؤثره طريقه ډکه کړي. د استعفا په وروستۍ ورځ مه غير حاضر کېږئ، بلکي کوښښ وکړئ چي بيا هم د ټېم فعال غړي پاته سئ. امکان لري چي په اخيره ورځ ستاسو له پاره کوم خاص محفل نيول سوی وي او يو خاص ستاينليک درکول سي.
درېيم- د دفتر تر پرېښودلو مخکي: مخکي تر دې چي د دفتر څخه ووزئ، په ياد ولرئ چي ټول د دفتر هغه اجناس چي په تاسو پسي قيد سوي، تسليم کړئ او مربوط فورمي مو په اړوند شبعو باندي لاسليک کړي وي، داسي نه چي سبا بيا بل مشکل درته جوړ سوی وي. په ځينو خاصو دفترونو کښي چي کله کارمند استعفا وړاندي او هغه منظور سي، نو بايد ژر تر ژره دفتر پرېږدئ، ځکه چي د ځينو دفترونو پاليسۍ به همداسي جوړي وي. د خپل کمپيوټر څخه خپله شخصي ډاټا ايسته کړئ، د دفتر مربوط ډاټا له منځه مه وړئ، مېز مو سره منظم کړئ، خپل د تليفون شخصي شماره او برېښناليک مو د دفتر سره شريک او د دفتر شمارې له ځان سره وساتئ، که احياناً په راتلوونکي کښي درته ضرورت سو، دا به ډېر مسلکي کار وي چي تاسو د خپلي مؤسسې/ کمپنۍ سره د امکان تر حده کومک وکړئ. دا هم په ياد ولرئ چي د خپلي مؤسسې/کمپنۍ هيڅ ډول راز بايد د بل چا يا بلي سيالي مؤسسې/کمپنۍ سره شريک نه کړئ ځکه که داسي وکړئ نو د قانون له مخي دا يو جرم دئ.
څلرم- بيا هم مثبت فکر وکړئ:که چېري تاسو د خپلي اوسنۍ مؤسسې/کمپنۍ د کاري چاپېريال، رئيس او همکارانو څخه خوابدي ياست، بيا هم کوښښ وکړئ چي خپلي اخيري ورځي په خوښي ورسره تېري کړئ. د خدای په اماني پر مهال د دې پر ځای چي ستاسو څخه څوک بخښنه وغواړي، تاسو ورسئ او بخښنه ورڅخه وغواړئ، ورته وواياست چي زه خوشحال يم چي ستاسو سره مي کار وکړ، ډېر څه مي زده کړه، که څه مشکلات رامنځ ته سوي، هغه د مسلک او د وظيفې پر اساس رامنځ ته سوي دي، نه د شخصي مسائلو له مخي.
کېدای سي يو څوک تاسو ته د کمترۍ احساس درکوي او يا بيا هم پسخند درباندي وهي، خو کوښښ وکړئ چي د خلګو دغسي سلوک مو و نه ځوروي او منفي عکس العمل و نه ښياست. که چېري خبره برعکس سي يعني اوسنۍ مؤسسه/کمپنۍ درڅخه غوښتنه وکړي، چي بيا همد دلته پاته سئ، معاش او امتيازات به په هغه اندازه درکړو چي بله کمپنۍ/ مؤسسه ئې درکوي، په دغسي حالت کښي نو تاسو تر هر چا د خپل ځان ښه قاضي ياست، خو د منېجمينټ پوهان وايي چي تاسو نور له همدې کمپنۍ سره خدای په اماني وکړئ، ځکه چي ستاسو کاري موده به په دې کمپنۍ کښي دونده اوږد مهاله نه وي که څه هم ستاسو رئيس شايد تاسو ته تعهد درکړي وي خو شک درباندي کيږي چي بيا به وظيفه پرېږدئ او کله چي شک په واقعيت واوړي نو نور به ستاسو د کار کولو چانس په دې اوسنۍ کمپنۍ/ مؤسسه کښي ډېر محدود سي. … خپلي پرېکړي ته احترام ولرئ او د رئيس وعدې مو په مسلکي ډول رد کړئ. منېجمينټ خو هم داسي وايي خو تاسو بيا تر هر چا ښه قضاوت کولای سئ، ځکه چي په هر څه ښه خبر ياست.
پنځم- خروجي مرکه: ځيني مؤسسات د خپلو کارمندانو سره خروجي مرکه هم کوي، چي د خپلو کارمندانو د وظيفو د پرېښوولو په علت پوه سي. په دې اړه خاص فورمې درکول کيږي چي ډکي ئې کړئ، خو کوښښ وکړئ چي له احتياط څخه کار واخلئ او مسلکي کلمې/ الفاظ کار کړئ. داسي څه مه کاروئ چي که په راتلوونکي کښي تاسي بيا وغواړئ چي په همدې مؤسسه کښي کار وکړئ او تاسو په فورمه کښي ورته ليکلي وي چي «دا يوه ډېره فاسده مؤسسه وه او بيا به په ژوند ورسره کار ونه کړم.»
د مسلکي استعفا محتوا: کله چي مو پرېکړه وکړه چي په دغه اوسنۍ مؤسسه/کمپنۍ کښي کار پرېږدئ، نو بايد رسمي استعفا وليکئ چي د سند په ډول تائيد او ثبت سي. د استعفا ليکلو تر ټولو مهمه خبره مسليکتوب دئ. ځان ته دښمن پيدا کول او د پُل نړول هيڅ معنی نه لري. کوښښ وکړئ چي استعفا ليک مو لنډ، معنی ورکوونکی، مسلکي، اخلاق او ادب پکښي مراعت سوی وي. نړۍ تر دې ډېره کوچنۍ ده څونده چي ئې موږ په اړه فکر کوو نو ستاسو د وظيفې تاريخ تاسو د نړۍ په هر ځای کښي تعقيبوي.کوښښ وکړئ چي په سمه طريقه استعفا وړاندي کړئ، ستاسو بدي يو خت بيرته ستاسو په تاوان تماميږي.
دا چي تاسو په استعفا کښي بايد څه وواياست، دغه لاندي اساسي او ساده طرحه به درسره کومک وکړي:
لومړی پاراګراف: په لومړي پاراګراف کښي خپل هدف واضح څرګند کړئ چي تاسو ولي د دې مؤسسې/کمپنۍ سره کار پرېږدئ. لاندي مثال وګورئ:
دوهم پاراګراف: که د خپلي اوسنۍ کمپنۍ/ مؤسسې سره خوشحال ياست، نو د استعفا دليل مو څرګند کړئ: ايا تاسو له يو ځايه بل ځای ته کډه کړې ده؟ بل ځای مو تر دې ښه وظيفه پيدا کړې ده؟ غواړئ چي نوري لوړي زده کړي وکړئ؟ او که تاسو نه غواړئ چي ددغي اوسنۍ کمپنۍ په امکاناتو او امتيازاتو کار وکړئ؟
درېيم پاراګراف: د خپلي کمپنۍ/ مؤسسې او د خپل آمر څخه مننه وکړئ. کوښښ وکړئ چي د پای جملې مو مسلکي او مثبتي وي. وروسته خپل آمر ته استعفا ورکړئ او يوه کاپي ئې د بشري قوا شبعې ته هم تسليم کړئ.
مثال:
محترم مومن صاحب!
تر ډېرو کوښښونو وروسته، زه وتوانېدم چي په کابل کښي يوه وظيفه پيدا کړم چي دغه نوې وظيفه به هلته زما سره د لوړ زده کړو په ترلاسه کولو کښي مرسته وکړي، نو ستاسو درانه حضور ته زما استعفا له نننۍ نېټي ۱۳۹۴ د غبرګولي له ۱۵ مي څخه احتراماً تقديم او هيله لرم چي راته منظور ئې کړئ. د ۱۳۹۴ د غبرګولي ۳۰ مه نېټه زما اخيري کاري ورځ ده چي په دغه موده کښي به زه هر څه د دفتر له اصولو سره سم تسليم کړم.
ما ستاسو سره دکار کولو پر مهال ډېر څه زده کړل او وياړم چي ستاسو غوندي بااحساس آمر سره مي دوه کاله و درې مياشتي کار وکړ.
زه ستاسو، د اثر اخبار د عمومي مسؤل او ادارې څخه مننه کوم چي زما په روزنه او ظرفيت جوړېدو کښي ئې مثبت رول لوبولی او هر وخت مو د راپور جوړولو پوره امکانات راته چمتو کړي ول.
په درناوي
جان محمد مهربان
داثر اخبار راپور ليکوونکی
تر استفعا وروسته: کله چي په بله مؤسسه/کمپنۍ کښي ځای پر ځای سئ، وروسته خپل پخواني دفتر او آمر ته مو زنګ ووهئ او ډاډ ورکړئ چي د ضرورت په وخت کښي تاسو بيا هم دخپلي پخوانۍ ادارې په خدمت کښي ياست.
لاندي ټکي په ياد ولرئ:
غوسه: د غوسې، درد، موقتي ناروغي، کوچنۍ شخړي… او داسي نورو بې ارزښته پېښو او حالاتو پر مهال استعفا ليکل د مسلکي او نارمل کسانو کار نه دئ. استراحت وکړئ، کله چي ارام سواست بيا يوه پرېکړه وکړئ.
بې ځايه توقع: په دې نيت استعفا مه وړاندي کوئ چي ستاسو آمر به درته ووايي چي مه ځئ، معاش به مو درته زيات کړم، شايد همدا وظيفه له لاسه ورکړئ او نه بله وظيفه پيدا کړئ.
بې وخت استعفا: يوار ځان ډاډمن کړئ چي بله وظيفه مو پيدا کړې او يا پوره مالي امکانات لرئ او که يا، وروسته د استعفا وړاندي کولو فکر وکړئ. استعفا ورکول حد اقل ۷۲ ساعته فکر ته ضرورت لري.
غير رسمي طريقه: په ټليفون او شفاهي ډول استعفا نه منل کيږي. له آمر سره يوار کښېنئ، بحث ورسره وکړئ، قناعت ورکړئ او بيا په ليکلي ډول استعفا وړاندي کړئ. که خپل پر سر ولاړ سئ، شايد له ډېرو مشکلاتو سره مخ سئ.
مشوره: کله چي مو استعفا وليکل، د خپلو نزدې همکارانو سره ئې شريکه کړئ، د هغوی نظر واخلئ، که د منلو وړ ؤ، وې منئ چي ستاسو استعفا ښه مسلکي سي او منظورسي. پای