کور / تازه خبرونه / روزګان: په يوه کور کي د هاوان د مرمۍ د لګېدو له کبله ۱۲ تنه ټپيان سول.

روزګان: په يوه کور کي د هاوان د مرمۍ د لګېدو له کبله ۱۲ تنه ټپيان سول.

تېره ورځ د روزګان د دهراود ولسوالۍ په مزار کلي کي د ملکي کسانو پر يوه کوره د هاوان مرمۍ لګېدلې او ۱۲ تنه پکښي ټپيان سوي دي.
د روزګان د والي وياند دوست محمد ناياب وايي، چي وسله والو مخالفينو غوښتل پر افغان امنتي ځواکونو بريدو وکړي.
د هغه په خبره مخالفينو له ليري څخه د هاوان ډزي کولې، چي پر مهال يې ياده پېښه رامنځ ته سول.
ناياب وايي، چي ټپيان ټول د يوې کورنۍ دي، چي ښځي او ماشومان هم پکښي شامل دي.
دا په داسي حال کي د ه چي تېره شپه لس بجې د چورې ولسوالۍ د پوهني مدير په يوه هدفي بريد کي وژل هم وژل سوی دی.
تر اوسه ددې پيښو په اړه کومي وسله والي ډلي څه ندي ويلي.