کور / سياسي / بې سرنوشته وکیلان(!)

بې سرنوشته وکیلان(!)

د چنګاښ اوله نور د ولسي جرګې د وکیلانو پنځه کلن دوران د قانون له مخي ختم سوو.
له ځینو سپین ږیرو له خولې او په کتابونو کي مي لوستي دي، پخوا به چي یو سړي ځان کارینده ثابت کړ؛ بیا به نو ولس پر خپلو اوږو د وکالت تر چوکیه ورسوئ، همدا علت وو چي د پارلمان چوکۍ مو په پوه او باوجدانه وکیلانو درنې وې، خو اوس چي لږ پیسې ولري ، قومي بېس یې برابر یې او لږ شانتي پردو ته ژمن وي تر ډیره به هغه ډایریکټ د وکالت پر چوکۍ سریښیږي!!
په ډیموکراټیکو هیوادونو کښي پارلمان(مقننه قوه) ځکه تر نورو مهمه وي، چي د ولس د رول تمثیل د خپلو استازو په توسط کیږي، قانون جوړونه، د قوانینو تصویب، په درست هیواد کښي د قانون د تطبیق مراقبت… او نور د وکیلانو له مهمو دندو شمارل کیږي؛ مګر زموږ وکیلانو چي څونه د قانون پایمالي او سپکاوی کړئ، په ټول هیواد کي هیچا نه دئ کړئ! زموږ وکیلانو چي د قانون د دفاع په نوم څومره پیسې، غصب او ظلمونه کړې چي ساری یې ډیر کم د سترګو په دوربین کښي لیدل کیږي! په تشنابونو کي دوئ پیسې تبادله کړې، د عیاشۍ خبرونه ددوئ له ادرسه خپاره سول، یو وزیر نن عدم اعتماد، مګر سبا تر هغه لوړ وزارت ورکول، وزارتونو ته په زرهاو د شخصي غوښتنو عریضې… او نوري ناکوجاتي د همدې وکیلانو له ادرسه را ښکاره سوي.
دلته خبره چیري ده؟ په هغه هیوادونو کي چي د قوم او قبیلو لړمانو د ولس پر رګونو د نفاق نېښونه وهلي وي، خود به یې وکیل د قوم په نوم سوچ بېسواده پارلمان ته ځي، خود به یې د ولایت د ځوان او زده کونکي حق تر پښو لاندي کیږي، خود به یې وکیلان په کلنۍ رخصتیو کي لا د ولایت پوښتنه نه کوي او خود به یې وکیل چلینج ورکوي چي (تا خو ما ته رایه نده راکړې).
یو وضاحت ضرور دئ. یو مقننه قوه ده او بل یې غړي(وکیلان) دي، بعضي دوستانو د ولسي جرګې د منحل کېدو ږغونه پورته کړې آما دې ته یې فکر نسته چي د ولسي جرګې منحل د چا د وس خبره نده او کله چي پارلمان منحل کیږي، د اساسي قانون په لسهاو مادې له نقض سره وخ کیږي چي له هغوو څخه یوه د بودیجې تصویب دئ!
موږ به هڅه کوو چي د فاسد وکیل دفع وکړو، نه دا چي د فاسد وکیل په وجه مقننه قوه تر سوال لاندي کړو. په هیوادونو کښي همدا پارلمانونه دي چي د هیوادونو سرنوشت ټاکي، خو زموږ وکیلان چي په شعوري ډول نه دي ټاکل سوي؛ نو ځکه د وطن سرنوشت د تاریخ کندي ته ټېل وهي.
زموږ لپاره د معیار سره کرښه اساسي قانون دئ، خو کله چي وکیل صاحب اساسي قانون د پاڼي له مخي نه وي لوستئ، بیا نو ولي ګیله ځیني کوو، چي کړني دي غیري قانوني دي.
څه وخت مخکي د نظام پر مشرانو یوه وکیل د (ع وغ ) نو کېښود، هغه بله ورځ بیا یوه وکیل ولسمشر ته د ملي خاین خطاب وکړ، په داسي حال کي چي دا خپله لوی جرم او له قانونه ناخبري ده، کله چي دي وکیل له قانون څخه ناخبره وي، بیا نو ګیله له چا؟ ایا داسي وکیلانو په مخ ورکولو کښي موږ ګرم نه یوو؟ ولي یې مخ عوام نه راګرځوي؟
دلته دا خبري ټوله کوي چي وکیلان مو په خیر نه دي، مګر دا بحث هیڅوک نه کوي چي ولي په ائینده کښي د لایق او وړ وکیلانو پر ټاکنه غور نه کوو!
وکیلان دي لطف وکړي د خپلو کارکردګیو یو پنځه نموني دي زموږ سره شریکي کړي! همېشه د نظام په وړاندي خنډونه او چلینجونه همدې وکیلانو جوړ کړي. زه پوهیږم چي د بعضو وکیلانو ملاتړ یوازي هغه کسان کوي چي د قوم او قبیلې ورته د قبلې اهمیت لري.
که غواړئ چي د مقننه قوې زور او اهمیت ځان او سیمي ته معلوم کړئ، لایق، وړ او مستعد ځوانان د وکالت تر چوکیو ورسوئ، تر شخصي او قومي ګټو ملي ګټو نه حق اولیت ورکړئ، که مو هر وخت دا کار وکړ، پوه سئ چي افغانستان به د تمدن د کهکشان پر لور ګام واخلي.
د افغانانو د ویښتیا په هیله