کور / اسلامي / روژه په اسلام اوساینس کی 14)

روژه په اسلام اوساینس کی 14)

دلته که موږدخُرماوارزښت ته وګورنوداراته جوتیږی چي په دغه وخت کی حضرت بی بی مریمې رضی الله عنها په نس کی چي یحضرت عیسی علیه السلام وو، اوخدای جل جلاله ورته دداسی شی (خُرما) دخوراک امرورته وکړ چي یقیناددې لپاره کیمیاده، که چیری بله غذاوبی بی مریمې رضی الله عنها ته په دغه وخت کی ښه اوغوره وای ترخُرمانوالله جل جلاله به ورته ویلې وای، لکه چي په حدیث شریف کی هم داسی راځی؛ والله جل جلاله ته ترخُرمابل شی غوره نه وونوځکه ئې دخُرمادخوړولوامرورته وکی؛ چي ددې ایات څخه داراته جوته شوه چي خُرماپوره غذااودواده۔
خُرماپه احادیثوکی
دخُرماپه هکله زښته ډېرحدیثونه راغلی دی په بخاری شریف کی (214) حدیثونه راغلی دی اوپه صحیح مسلم کی د(100) څخه زیات حدیثونه راغلی دی اوداسی په نوروداحادیثوپه کتابوکی، دخُرمادګټوپه هکله په احادیثوکی ډېرڅه راغلی دی خودلته ټول ذکرکول ناشونې دی نوځکه زه غواړم چي په یوڅواحادیثومبارکوباندی اکتفاء وکړم اوپه احادیثوکی داسی راغلی دی:
حضرت ابوهرېره رضي الله عنه وایی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چي خُرماعمده دواده۔
حضرت انس بن مالک رضی الله عنه وایی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چي په ټولوخُرماووکی برنی خُرماښه ده، داناروغی لیری کوی اوپه هغه کی مضرشی نشته۔
(طب نبوی اورجدیدساینس)
حضرت ابوهرېره رضی الله عنه وایی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چي دخُرمادخوړولوڅخه دقولنج درد (Obstructive Colic) نه پیداکیږی۔
(Fruit, Plant and Diet in Prophetic Traditions)
حضرت اسماء دابوبکررضي الله عنه لوروایی چي په مکه معظمه کی دعبدالله بن زُبیردپیداکېدوتکلیف راپیداشو اوکه چي وقباء ته راورسېدمه نوهغه ماشوم پیداشو، زه ورسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغلم اودی می په غیږکی ورکړ، هغه صلی الله علیه وسلم دخُرماغوښتنه وکړل، خُرمائې په خوله کی وژوول اودخپلومبارکوناړوسره ئې دده په خوله کی په تالوکی ورکښېښوول اووروسته ئې دبرکت دعاورته وکړل، داپه مسلمانانوکی لومړی ماشوم و۔
(بخاری شریف اومسلم شریف)
حضرت ابوهریره رضی الله عنه وایی چي نبی کریم صلی الله علی وسلم وفرمایل چي زماپه نزددهغوښځولپاره چي ډېرحیض (Hemorrhagia) لری خُرمااودناروغه لپاره عسل ، تردې غوره بله دوانشته۔
(طب نبوی اورجدیدساینس بحواله ابونعیم)
نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل چي خدای پاک وبی بی مریمې رضی الله عنهاته خُرماوفرمایل، که چيری دخدای په نزدتردې ښه غذاوای نوهغه به ورته فرمایلې وای۔
(زبة المجالس)
حضرت عبدالله بن عباس رضی الله عنه وایی چي نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل چي سهارپه نهاره باندی خُرماوخوری چي ددې عمل سره دنس چنجیان (Intestinal Worms) مړه کیږی۔
نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل چي عجوه خُرمادجنت څخه ده، داخُرمادزهرولپاره شفاء ده، هرهغه څوک چي هره ورځ 7 عجوه خُرماوې وخوری پرهغه سړی جادواوزهراغیزې نه کوی۔
دخُرماکیمیاوی مواد
هغه خُرماچي ښه پخه شوی وی په ونه کی هغه لاندنی موادلری:
Calories 270(کالوریز)
Copper 0.21(مس)
Magnesium 58.9 (مګنیزیم)
Potassium 0.54 (پوتاشیم)
Chlorides 290(کلورایدونه)
Calcium 67. 09(کلسیم)
Iron 1. 61(اوسپنه)
Protein 3.0(پرتین)
Phosphorus 63. 8(فاسفورس)
Sulpher 51. 6(سلفر)
ددې موادوڅخه علاوه په خُرماکی داموادهم شتون لری:
Callulose, Starch, Sucrose, Insert , Sugar, Vitamins, Fats, Tennin, Pectine, Vitamin C, Vitamin B, Vitamin A, Peroxides
خوپه ځینوخُرماووکی ددې موادواندازه توپیرلری۔
په ټولوخرُماووکی دمدینې منورې عجوه اوبرنی خُرمادروغتیالپاره ډېره ښه ده لکه په حدیث شریف کی چي هم راغلی دې، دروغتیالپاره هغه خرُماډېرښه ده چي په ونه کی پوره پخه نشی اوسنی طب خُرمادډېرناروغیولپاره درمل ګڼی چي هیڅ شک پکښې نشته دبېلګې په ډول سره دهغوناروغیولپاره چي دیخنۍ څخه پیداکیږی اویاهم بلغمی ناروغیانې وې، اوهمدارنګه دزړۀ اودماغ دقوی کېدولپاره، دحافظې دکموالی لپاره، دوینې دکمې (Anemia) لپاره ، دپښتورګودقوی کېدولپاره، دتنفسی ناروغیو(Respiratory Diseases) لپاره په ځانګړی ډول سره د(Bronchial Asthma) لپاره ډېره اغیزمنه ده۔
خُرمادهغومېرمنولپاره چي ماشوم ئې په ګېډه وی خوراښې اغیزې لری، په دغه وخت کی ښځه دوینې دکمښت سره لاس اوګرېوان وی، چي خُرماورته کیمیاده۔
نوربیا۔۔۔
ستاسوددعامحتاج
په اسلامی پاکه مینه ستاسوورور
عبدالغفارجُبیر