کور / اسلامي / روژه په اسلام اوساینس کی (18)

روژه په اسلام اوساینس کی (18)

15: ایادوی ونه لیدل چی موږاوبه په وچې اوبې ګیاه ځمکه کی جاری کوو؟ نودهغه په وسیله کښت راباسوڅوئې دوی هم وخوری اوڅاروی ئې هم ، ایادوی نه وینی۔(الاحزاب 27)

16: اودالله له نښانوڅخه یوه داده چی ته ګوری ځمکه ویده پرته ده نوکله چی موږپرې اوبه واوروونوپه ناڅاپی ډول هغه خوځیږی اوغوړیږی ۔(حم السجده 39)

17: اوله اسمانه څخه موبرکتناکې اوبه نازلې کړیدی اوپه هغوسره موباغونه اودرېبلووړکښتونه، غلې دانې رازرغونه کړی۔(ق 9)

18: اوپه هغې کې موټینګ اولوړغرونه ځای پرځای کړل اوپرتاسې موخوږې اوبه وڅښلې۔(المرسلات 27)

19: اوله اوروونکووریځوموتویېدونکی اوبه راکښته کړیدی۔(النبا 14)

20: اوله هغه وروسته ئې ځمکه وغوړوله له هغې څخه ئې دهغې اوبه اوڅړځایونه راوایستل۔(النازعات 30، 31)

هرشی په اوبوسره ژوندی دی، یقیناکه انسان دمځکې وکُرې ته ځیرشی اویونظرورته واچوی اوڅه فکراودښکلی تصورمزي وغزوی نودابه ورته جوته شی چی دهرژوندی شی (حیوان اونبات) دټولوژوندپه اوبوپوری تړلی دی، چی دایونړیوال ساینسی ، انسانی اومعقول واقعیت دی هیڅوک ورڅخه سترګې نشی پوټولای، دانسان بدن که څه هم غوښه، هډوکې، مالګې اونورڅه لری خوزیاته ونډه داوبوپکښې ده، اوهرڅه چی دی خوری زیاته برخه ئې اوبه دی؛ که چیری په یوه انسان کی اوبه کمی شی یعنی داوبودکموالی (De. Hydration) سره لاس اوګرېوان شی نوانسان دپښتورګو په ناروغۍ (Nephritis) اخته کیږی۔

وبل لورته دانسان (Urea) او (Creatinine) چی زهرجن اوضررې مواد دی په وینه کی ګډیږی، اوډېرژرپه ټوله بدن کی سرایت کوی اوخپرېږی چی له دې څخه وروسته انسان دخطراومرګ وکندی ته غورځول کیږی۔

(Urea) څه شی ده؟

دپروتینودمیتابولیزم څخه زېږنده نایتروجن لرونکی وروستی لوی محصول چی په ینه کی دامینواسیدونواو اموینومی مرکبونوڅخه جوړیږی اوپه متیازو، وینه اولمف کی موندل کیږی، عبارت دیوریاڅخه دی۔

(Creatinine)څه شی دی؟

کراتین انهایدرید؛ دفسفوکراتین دمیتابولېزم وروسته محصول چی دپوښتورګواوهمدغه رازدعضلاتی کتلې دکارې تشخیص په توګه ئې دبولي اطراح سرعت محاسبه کیږی۔

دالوی نعمت اوبه یواځی په دې دنیاکی غوره نعمت نه دی بلکې په اخرت کی په جنتوکی هم دشیدودعسلودشرابودنهرو(ویالو، والو) سره یوځای یوه واله داوبوده لکه په سورت محمدکی چی راځی:

مثل دصفت بیان دجنت هغه چی وعده ئې کړی شوی ده له پرهېزګارانوسره، په هغه کښې ویالې دی له اوبوچی نه به وی بدخونده (بدلېدونکی په مزه اوبوی کښې)۔ (سورت محمد 15)

په قرانکریم کی اوبه دژوندیوه سرچینه نه بلکې پخپله ژونددی، که موږاوتاسی څه لږدځمکې دکُرې څخه وفضاء (خلا) ته پورته شواووسپوږمۍ، مریخ اونورشمسی نظام ته؛ هلته چی ستورمزلې (Astronauts)تللی دی، پخپلوسترګوئې هرڅه لیدلې اومشاهده کړی دی، اویائې موږپه ویډویوګانواوانځورونوکی ګوروهلته داوبوهیڅ څرک نشته اوهلته بلکل اوبه شتون نلری؛ اوځینې بیاډېرلږداسی یوتصور(نه حقیقت) لری چی په نوروسیاروکی هم دژوندامکان شته، خوداساینس په کلکه سره ردکړیده اوتراوسه ئې هیچاهم کوم ثبوت نه دی وړاندی کړی؛ که چیری موږدتمدنونووزانګوته راشوهغه ځمکه ده، دا124000 دلوی څښتن استازې پېغمبران علیهم الصلوه والسلام ټول ومځکې ته راغلی دی، اودبشریت لومړی پلارحضرت سیندناادم علیه السلام پرځمکه باندی جوړاوپیداشو، که بالفرض بل ځای دژوندامکان وای اویابل ځای ژوندشوی وای، نوپه الهی اواسمانی کتابوکی به ئې ذکرشوی وای، اوحال داچی دادقران کریم فیصله ده چی هرقوم ته یولارښونکی لېږل شوی دی، دځمکې څخه ماسوی نه ژوندشته اونه هم امکان درلودلای شی، نه ئې دوحی اونه ئې دپېغمبرذکربل ځای راغلی دی اونه هم بل ځای انسانان شته، هرې سیارې ته ستورمزلی تللی دی هلته اکسیجن اواوبه نشته چی داپه ساینس سره څرګندیږی چی دځمکې څخه بل ځای هیڅ ژوندنشته، نه عقلاددې دلیل څوک لری اونه هم

نقلا،

نوربیا۔۔۔

ستاسوددعامحتاج

په اسلامی پاکه مینه ستاسوورور

عبدالغفارجُبیر