کور / اسلامي / دروژې فقهي مسایل (۱۰)

دروژې فقهي مسایل (۱۰)

۶۷:دروژې په حالت کي ګناه کول:
په روژه کي هره ګناه که فعلي وی اوکه قولي وی داټول مکروه دي.
(ترمذی ۱/ ۱۵۰)
۶۸:په غرغړه کي زیاتوب کول:
دپزي داوبوپه سوڼ کیدو اوغرغړه کي زیاتوب کول روژه مکروه کوي.
(هندیه ۱/ ۱۹۹)
۶۹:ترشکمنه وخته پوری پیشلمی ځنډول:
پیشلمی ځنډول مستحب دی خوکه ترداسی وخته پوری وځنډول شي چی شک پکښې پیداشی نومکروه دی.
(هندیه ۱/ ۲۰۰)
۷۰:دروژې مستحبات:
۱:دلمرله لویدوسره سم ترلمانځه مخکی دروژې په ماتولو کی تلوارکول.
۲:په خورما روژه ماتول وروسته داوبودرجه ده.
۳: په هغه شي چي روژه ماتیږي دهغه شمیربه تاک وي.
۴:دروژه مات څخه وروسته دعاء کول( اللهم لک صمت وبک امنت وعلیک توکلت وعلی رزقک افطرت).
۵: دپیشلمي پروخت باندی یوڅه خوړل که څه هم یوغوړپ اوبه یایوه ګوله ډوډۍ وي.
۶: پیشلمی ځنډول نه داسی چی شکمن وخت ته داخل شي.
۷:ژبه له هرډول ناوړوخبروڅخه ساتل لکه غیبت، چغلي بدویل اوداسی نور…
۸:خپلوان، مسکینان اومحتاجان په خیراتواوصدقاتوکی یادول.
۹: دعلم په حصول کی بوختیدل.
۱۰: تلاوت کول.
۱۱: درودشریف ویل اوذکرکول.
(شامی بیروت ۳/ ۳۵۷)
نوربیا…
په اسلامي پاکه مینه ستاسوورور عبدالغفار جُبیر
ستاسوددعاوومحتاج