کور / اسلامي / عایشه خور څنګه مسلمانه شوه ؟

عایشه خور څنګه مسلمانه شوه ؟

عایشه خور چي مخکی هندو مذهب منونکې وه د نن څخه درې میاشتی مخکي زماسره دانټر نیټ له لاري وصل شوه په نیټ کي په عمومي ډول سره هر څوک د هر چا څخه مختلفي پوښتنې کوي، زه تل له غیر مسلمانانو څخه د مذهب په هکله پوښتنې کوم، کله یې د ژوند خاطرې پوښتم او کله یی د ژوند په تړاو نوری پوښتنې کوم زما موخه تل داده چی دغیر مسلمانانو سره د مذهب په هکله د زړه خواله کوم، او بیا چی کله دوی خپل مشکلات زما ومخی ته کښیږدي زه ورته د اسلام دعوت ورکوم ددوی دټولو مشکلاتو دحل اود خلاصون لاری چاري داسلام په کړۍ کی ورته ښکاره کوم، او اسلام ورته دعوتوم داځکه اسلام دژوند یوه بشپړ ضابطه ده، او داسی کړاوونه نشته چي په اسلام کي یې حل نه وي- چي یوه له هغو خویندوڅخه عایشه ده.

عایشه چي مخکنی نوم یې لیلی کرشنا وه او دهندوستان په نوي ډهلي کي اوسیږي، دیوه شتمن کس لورده، دا تل پریشانه وه، په مادي لحاظ سره یې هیڅ اړتیا نه لرله، خو باطني ستړیا یې نه هیریدونکې ده، تر ټولو مخکی یې وماته دژوندکړاوونه مخی ته کړل، دلوی الله جل جلاله په پوره فضل سره یې ما د هرروحي اوباطني مشکل حل داسلام په رڼآکي ځوابوله، دامي ودې ته وهڅول چی اسلام دمځکی پرمخ یواځنی الهي دین دی چی ددنیااو آخرت ټولی ښې ګڼي پکښې نغښتي دي، په دوهم پړاوکي یې داسلام په هکله چي څه سوالونه دپوهۍ اویادناپوهۍ له کبله درلودل اویا یی اوریدلي وه هغه یې رامخی ته کړه، ددې خورټول سوالونه مي دلوی الله جل جلاله په فضل سره ځواب کړل، چی له تاسوسره به یې شریک کړم، چي داسوالونه زما ومخی ته په سلهاووځلی راغلي وه، لکه دخدای جل جلاله وحدانیت، دحلول عقیده اوداسی نور…، داچی ماپه هندومذهب کی معلومات درلودل نوزیات سوالونه مي دهندو مذهب په ویدا اونورومذهبي کتابونوکی ورحل کړل، دامي ورته ثابته کړل په عقل اونقل سره چی خدای جل جلاله واحد اولاشریک دی، بې بیلګي دی، نه له چاڅخه پیداشوی دی اونه هم له ده څخه څوک زېږدلی دی اوداسی نور….

دې یوه ورځ راته وویل چی ((ګرانه وروره زه غواړم چی اسلام قبول کړم!)) همدالنډه جمله یې راته لیکلې وه، زه چی په انټرنیټ کی له نورو وروڼو اوخویندو سره په مختلفو مسایلو سره بوخت وم له ډیری خوښۍ سره مي له سترګو اوښکې راغلې په ډیره لیوالتیاسره مي ټول هغه معلومات چی یوه نوي مسلمان ته اړین دي راټول او ور ومي لیږل، په دې معلوماتوکي داهم وه چی کله یوکس داسلام مبارک دین قبلوي هغه باید څه وکړي؟ ورته ومی ویل ګرانی خوری!! دازمابریښنالیک اودتلیفون شماره ده تاسی هر وخت که شپه وي اوکه ورځ زماسره اړیکی نیولای شي اوهیڅ کاربې مشورې مه کوه، سباورځ یې راڅخه دقرآن کریم غوښتنه وکړه، په جنوبی افریقا کي مي دمرحوم احمددیدات دمرکز(IPCI) سره اړیکي و نیولې هغه راته قران کریم راولیږه دا قرآن کریم چي په انګلیسي ژبه یې ژباړه اوتفسیردی ډیرښکلی اوساده دی، داژباړه اوتفسیر یې مولانایوسف علی رحمة الله علیه کړی دی ،چی په لومړی ځل په ۱۹۳۶ میلادي کال کی په لاهورکی چاپ شوی دی، دامی ورورلیږه، راتلونکی ورځ سهاروختی یې خبرراکړه چی زه اوس ستاخوریم، او د اسلام مبارک دین مي قبول کړ؛ له ډیرې خوښۍ څخه مي ورته (الحمدلله الله اکبر) ورته ولیکل داسلام دمبارک دین دقبلولومبارکې مي ورکړه، داچي داسلام قبلولوڅخه سره جوخت اودس، لمونځ، زکات اونورعبادات شروع کیږي نو ځکه می په هندوستان کي د نړیوال اسلامي مرکزدارالعلوم دیوبند څخه غوښتنه وکړه چی یو داسی کتاب راولیږی چی په ځانګړي ډول سره نوی مسلمانان ور څخه کارواخلی هغه مرکز په بیړه سره راته (تعلیم الدین) په نامه ښکلی معلوماتي کتاب را ولیږه دا کتاب ډیرساده اوهرڅه پکښې دي داکتاب یوه مشهورعالم الدین مفتی افضل حسین الیاس صاحب لیکلی دی، چي ماپه فیسبوک کی خپور هم کړی ، داکتاب می ورولیږه اودس اولمونځ یې شروع کړ، په ځینو اسلامي اوفقهی اصطلاحاتوکي یې مشکل وو هغه مشکلات می هم ورحل کړل.

عایشې خپل پلار څنګه مسلمان کړ؟

دالیکي:

((دلمانځه او حجاب سره مي ډیره مینه پیداشوه، دوې ورځی وروسته تر اسلام راړولو چی کله پلارولیدم نو حیران شو اووویې پوښتل لوری! څنګه روښانه اوښکلې یې؟ دی له سفره راغلی، داچی زه یې په حجاب کي ولیدم حیران شو، مخکی می له ژوند څخه ورته شکایت کاوه خو اوس له ژوند خوشحاله یم، اوس یې عزت زرچنده کوم، دی راته حیران دی، دوې ورځی وروسته چي دسهارچاوی موڅیښلې ورته ومي ویل چی پلاره زه څومری درته ګرانه اوارزښت لرم ؟ ده راته وویل چی ستاقیمت نشته لوری! دا ټوله شتمنی ستاده، داچی زه پوهیدم چی زه پرخپل پلارڅومری ګرانه یم نو مامخکی لاتوپنګچه رااخستې وه او پر میز می ورته کښېښول چی پلاره نن به ماپه دې توپنګچه باندی ولې خو سوځوه می مه بلکې ښخه مي که! پلار مي ددې خبری په اوریدوسره حیران شو اوویې ویل لوری ولې داسی په قهراوغوصه یې؟ مشکل څه شی دی؟ تعمیرونه شته ، روپۍ شته ، موټران شته، داسی یوشی به نه وي چی موږاوتاسی یې نه لرو؟ ولی داسی دبې عقلۍ خبرې کوې؟ ماورته هغه ټول سوالونه اوځوابونه چی مایی سوالونه کړی وه اوتایې ځوابونه راکړی وه هغه می مخکی لاپرنټ کړی وه، هغه می ټول ورته کښېښودل اوورته ومي ویل چی زه مسلمانه یم، اوهندومذهب می پریښود. پلار مي هک پک حیران شو، سوالونه اوځوابونه یې له ځانه سره واخستل او ولاړشو وماته یې ویل لوری وخت غواړم. زه هم ولاړه شوم اودوه رکعته لمونځ می وکړ، چی خدایه! هدایت ستاپه لاس کي دی، پلارمي ددوږخ پر اور باندی نه دی پیرزوته یې هدایت که! ډیرمی وژړل، له ځانه سره مي داپریکړه وکړه چی که پلارمی اسلام قبول نه کړ اوزمامرګ ته یې تلوسه وه نوزه راضی یم، اوکه می داشهادت هم په نصیب شو دابه بله الهي تحفه وي. د پلار سره مي په ډیره مینه دوې ورځی تیری کړې په دریمه ورځ یې وغوښتلم- لوری راشه چی لومړی دي ښکلې کړم، دده ددې خبری په اوریدوسره می اوښکې بې اختیاره له سترګو راتوی شوې ، ډېرمی وژړل دپلارترسترګو مي هم اوښکې توی شوې، وروسته یې راته وویل لوری ژاړه مه دادخنداځای دي، خوژړاپه دې ښه ده چی موږاوتاسی بایدپخپل تېرژوندباندی افسوس وکړو، ستاسوښکلی سوالونه اودعبدالغفارجُبیرصاحب معلوماتي ځوابونه می ولوستل، قناعت ورکونکی وه، ماپه دې دروورځوکي دقرآن کریم څه ایاتونه هم ولوستل ډيرلوړاوعلمي زخیره یې درلوده، زه سل په سلوکي په دې باوري یم چی دقرآن کریم یو ایات دټوله ویداڅخه ښه پیغام لري، ماداپریکړه کړیده چی قرآن کریم الهي کتاب دی، دادانسان نوښت اوجوړښت نه دی، کمه لاره چی تاغوره کړیده اویاکوم چاچی درته ښودلې ده داواقعي لاره ده، زه پوره ډاډه یم چی آخرت به موهم ښکلی وي، زه پخپلو ګناهونو پښیمانه یم، زه نور دمجسمو عبادت نه کوم دامي زړه ته تیره ده چی الله جل جلاله یودی اوشریک نه لري.

عایشه اوپلاریې دواړه پر۲۲/ ۰۳/ ۲۰۱۵ کال وعمرې ته ولاړه .

داچی عایشه ولی مسلمانه شوه دابه انشاء الله پخپله دا ځوا ب کړي.

په اسلامي پاکه مینه ستاسوورور عبدالغفارجُبیر