کور / تازه خبرونه / سعودي مرستندويه کمېټې لخوا دمرستې بهيرروان دى

سعودي مرستندويه کمېټې لخوا دمرستې بهيرروان دى

پېښور: سعودي مرستندويه کمېټې لخوا لوبروته په راليږل شوې خپرپاڼه کې څرگنده شوې ده چې د افغان ولس لپاره د سعودي مرستندويه کمېټې لخوا د روژې مبارکه مياشت کې د هريپور (فدانه، فنيان کيمپونوکې په پنځه زره بې وزله کورنيو يوسلو پنځوس ټنه خوراکي مواد وويشل شول.د مرستندويه کمېټې لخوا په هريپور کې د ويش لړۍ د جون د مياشتې د اته ويشتمې نېټې د يکشنبې د ورځې چې د رمضان المبارک له يوولسمې نېټې سره سمون خوري پيل شوې وه چې د جولايې مياشت تر پنځمې نېټې د هريپور په کيمپونو کې پنځه زرهکورنۍ د خوراکي موادو څخه برخمنې شوې.د دې مرحلې دوه زره کارتنه خوراکي مواد به د نوښار په خشکي کيمپ، او د پېښورپه خراسان کيمپ کې د دې مياشتې تر دولسمې نېټې په دوه زره نورو کورنيو وويشل شي ياده دې وي چې هرې کورنۍ ته د دېرش کيلو خوراکي موادو کارتن چې د: (لس کيلو سېله وريجې، پنځه کيلو چيني، پنځه کيلو لوبيا، پنځه کيلو غوړي، دوه کيلو کجورې، دوه کيلو بېسن، يو کيلو شين چای) څخه عبارت دي ورکول کيږي. په کيمپونو کې نوموړې مرستې د افغان کمشنرۍ لخوا د ټاکل شوو مشرانو اوکمانډرانو سره په همغږۍ هغو افغاني کورنيو ته ورکول کيږي، چې په پاکستان کې د وسېدلو قانوني اسناد لري.د مرستو د ويش پر مهال د مرستندويه کمېټې مدير حاجي عبدالله خان څرګنده کړه چې نوموړې مرستې د هغه مرستو لړۍ ده چې د سعودي مسلمان ولس يې له خپلو وروڼو سره په مسلسله توګه ترسره کوي او افغاني وروڼو ته يې ډاډ ورکړ چې د افغان ولس لپاره د سعودي مرستندويه کمېټه به د افغاني مهاجرينو سره د مرستې دې لړۍ ته دوام ورکوي.