کور / اسلامي / د زړه نعمت

د زړه نعمت

د زړه نعمت

استاد نورالله خان احمدزی

د زړه نعمت د الله تبارک و تعالی هغه عظیم نعمت دی چې د انسان ژوند ور سر تړلی ــ انسان د خپلې خټې برابر د غوښې او پوستکي څخه جوړ شوی دا وړوکی ماشین هر وخت او هره ګړۍ پخپل لوري مشغول وي ــ او د انسان رګ رګ ته وینه رسوي ــ او له کله چې د دې چلېدل پیل شوي نو تر کلونو کلونو ټول کال او هر وخت یوه ګړۍ هم نه بندیږي ــ
لږ سوچ وکړئ چې د انسان زړه په منځني توګه یوه دقیقه کې دوه اویا ۷۲ ځله غورځیږي یوه ساعت کې څلور زره درې سوه او شل ۴۳۲۰ ځله او یوه ورځ کې یو لک درې زره شپږ سوه او اتیا ۱۰۳۶۸۰ ځله او یو کال کې اوه دیرش ملیونه اته لکه درې زره او دوه سوه ۳۷۸۴۳۲۰۰ ځله غورځیږي ـــ تاسو اندازه وکړئ! الله تعالی د زړه ماشینري چې نه د اوسپنې څخه جوړه ده، بلکه: دیوې غوښې څخه پیدا او څنګه یې جوړ کړی چې کلونه کلونه تېرشوي او زړه بغیر له وقفې یا درېدو مشغول ده دا دکوم قدرت کرشمه ده …؟ الله سبحانه و تعالی د انسان د بدن له هر غړي او هر فعل څخه خبر دار دی. [وهو بکل شیئ علیم].
د زړه په هکله رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي : الا ان في الجسد لمضغة اذا صلحت صلح الجسد کله واذا فسدت فسد الجسد کله . الحدیث
ژباړه : خبردار! بېشکه په بدن کې یوه ټوټه ده چې هغه سمه شي نو ټول بدن سم وي او چې هغه بده شي نو ټول بدن بد شي .
کچیرې دا سم وي نو ټول غړي به سم کار کوي او که دا زړه خراب شي نو ټول غړي به ور سره خراب شي، دې لپاره اړینه ده چې د یو الله تعالی والا یا ولي سره تړون جوړ کړي، زړه کې چې کوم شیان پیداکیږي لکه ټول بد اخلاق مثلاً تکبر، حسد، ریا، بغض، بخیلي، موسیقي اوریدل او له داسې نورو ناوړه شیانو ځنې زړه پاک کړي او ټول اخلاق حمیده یا ښه اخلاق لکه اخلاص، تقوا، تواضع، تسلیم او رضا، انس او محبت، د ښو خلکو سره خبرې کول او له ډیرو او عبث خبرو څخه ځان ساتنه او نور په زړه کې پیداکړي کله چې د زړه دنیا ودانه شي نو هره خوا به پسرلی پسرلی په نظر راځي.
دغه مضمون او اړین شي ته قرآن هم داسې اشاره کوي، الله تعالی خپل محبوب پيغمبر ته داسې هدایت کوي: }فَبِمَا رَحْمَةٍ مِنْ اللَّهِ لِنْتَ لَهُمْ وَلَوْ كُنْتَ فَظّاً غَلِيظَ الْقَلْبِ لانْفَضُّوا مِنْ حَوْلِكَ فَاعْفُ عَنْهُمْ وَاسْتَغْفِرْ لَهُمْ وَشَاوِرْهُمْ فِي الأَمْرِ فَإِذَا عَزَمْتَ فَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُتَوَكِّلِينَ} (آل عمران /159(.
ژباړه: د الله جل جلاله په فضل او عنايت ته د هغوی سره په نرمي چلند کوه، او که ته سخت زړه او د بد خوی خاوند واى نو دا خلک به ستا څخه لرې او جلا شوي واى.، نو دوى ته عفوه وكړه،بخښنه ورته وغواړه او په كارونو كې مشوره ورسره كوه، کله دې چې د يو کار عزم وكړ بيا په الله تعالى توكل وكړه، يقينا چې الله تعالى توكل كوونكي خوښوي.
په ژوند کې عبث او بې ګټې خبرې کول هم ښه کار ندی، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: د الله له ذکر پرته ډیرې خبرې مه کوئ، ځکه د الله تعالی له ذکر پرته ډیرې خبرې زړه سختوي او سخت زړه والا انسان په ټولو خلکو کې له الله نه ډېر لرې وي. قَالَ رسُولُ اللَّه صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم: لا تُكْثِرُوا الكَلامَ بغَيْرِ ذِكْرِ اللَّهِ، فَإنَّ كَثْرَة الكَلامِ بِغَيْرِ ذِكْرِ اللَّه تَعالَى قَسْوةٌ لِلْقَلْبِ، وإنَّ أبْعَدَ النَّاسِ مِنَ اللَّهِ القَلبُ القَاسي. رواه الترمذي.
هر انسان باید پاک زړه درلودونکی وي، لکه چې فرمایي: عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عَمْرٍو – رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا – قَالَ : قِيلَ لِرَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : أَيُّ النَّاسِ أَفْضَلُ؟ قَالَ : كُلُّ مَخْمُومِ الْقَلْبِ صَدُوقِ اللِّسَانِ. قَالُوا : صَدُوقُ اللِّسَانِ نَعْرِفُهُ ، فَمَا مَخْمُومُ الْقَلْبِ ؟ قَالَ : هُوَ النَّقِيُّ ، التَّقِيُّ ، لَا إِثْمَ عَلَيْهِ ، وَلَا بَغْيَ ، وَلَا غِلَّ ، وَلَا حَسَدَ. رَوَاهُ ابْنُ مَاجَهْ ، وَالْبَيْهَقِيُّ فِي شُعَبِ الْإِيمَانِ. عبد الله بن عمرو رضي الله عنهما وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم ته چا وویل: يارسول الله په خلکو کې تر ټولو غوره انسان څوک دی؟ هغه وویل: هر پاک زړی او د ژبې رښتينی، هغوی وویل: صدوق اللسان پیژنو دا محکوم القلب (پاک زړه والا) چا ته وایي؟ هغه وویل: محکوم القلب پاک او سپیڅلي انسان ته وایي، نه یې ګناه کړې وي او نه سرکښ یا مخ اړونکی وي، نه دوکه کوي او نه کینه او حسد کوي.
ډیره خندا کول هم زړه وژني او په دې اړه وعید هم راغلی: عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ ، قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى الله عَليْهِ وسَلَّمَ : لاَ تُكْثِرُوا الضَّحِكَ ، فَإِنَّ كَثْرَةَ الضَّحِكِ تُمِيتُ الْقَلْبَ.[سنن ابن ماجه 4193].
ژباړه: دحضرت ابوهریرة رضی الله تعالی عنه څخه روایت دی چې رسول اکرم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ډیره خندا مکوئ ځکه چې ډیره خندا زړه وژني.
همداسې له موسیقي یا سندرو ویلو څخه هم ځان ساتل پکار دي: قال رسول الله صلی الله عليه وسلم: ” الْغِنَاءُ يُنْبِتُ النِّفَاقَ فِي الْقَلْبِ، كَمَا يُنْبِتُ الْمَاءُ الزَّرْعَ “. رواه بيهقي في شعب
ژباړه: سندري په زړه کې داسې نفاق شین کوي لکه اوبه چې نباتات شنه کوي.
سندرې ویلو سره په زړه کې نفاق پیداکېږي لکه څرنګه چې اوبه فصل زرغونوي دغه شان د سندرو په اوریدلو سره په زړه کې نفاق را څرګندیږي. سندرې ویل او سندرې اورېدل په شریعت کې ناجایز او حرام دي او کبیره ګناه ده او د کبیره ګناه بیا ځلې کولو سره ایمان په خطره کې پرېوځي چې چیرته ضایع نشي، ځکه په حدیث شریف کې راځي چې کله بنده کومه ګناه وکړي نو په زړه باندې یې تور داغونه لګول کيږي او کله چې انسان بیاځلې کبیره ګناه کوي نو ښکاره خبره ده چې زړه یې تور شي او آخر به د ایمان څخه خپل لاسونه مینځي. دلته هم سندرې اوریدل د زړه فساد پیداکوي او موږ ته ښکاره شوه چې په بدن کې زړه څومره مهم او په اعمالو کې د زړه کوم دخل دی!
ګناهونه یو له بل سره تړلي وي، تاسو وګورئ چې حضور صلی الله علیه وسلم په لاندې حدیث کې دا ګناهونه څومره ښه بیان کړي او موږ ته دا درس راکوي چې خپل د بدن غړي سم وکاروو تر څو له ګناهونو څخه خوندي وساتل شو.
عن أبي هريرة عن النبي صلى الله عليه وسلم قال : كتب على ابن آدم نصيبه من الزنا ، مدرك ذلك لا محالة ، فالعينان زناهما النظر ، والأذنان زناهما الاستماع ، واللسان زناه الكلام ، واليدان تزنيان وزناهما البطش ، والرجلان تزنيان وزناهما المشي ، والقلب يهوى ويتمنى ، ويصدق ذلك الفرج ، أو يكذبه . رواه مسلم .
ابوه رضی الله عنه وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: بنیادم ته چې د زنا برخه لیکل شوې ده هغه به خامخا بیامومي، دواړه سترګې زنا کوي او د سترګو زنا نامحرمو ښځو ته کتل دي ، دواړه غوږونه زنا کوي او د غوږونو زنا اورېدل دي یعنې د نامحرمو ښځو بې ضرورته خبرې اورېدل، او دواړه لاسونه زنا کوي او د لاسونو زنا نیول دي ، او دواړه پښې زنا کوي او د پښو زنا تګ دی یعنې نامحرمو ښځو ته بې ضرورته لاس لګول یا هغوی ته ورتګ ، او په زړه کې د زنا خواهش او مینه پیداکېږي او د انسان فرج هغه رښتیا کوي یا یې دروغ کوي .
لکه څنګه چې ذکر شول زړه یو نعمت دی که یې ښه وساتې او له هر ډول ګناه او نافرماني څخه وژغورل شي، همدا زړه تا جنت ته رسوي او که همدا زړه بغاوت وکړ او مخ یې وګرځولو نو بیا همدا زړه تا د جهنم کندې ته ټیل وهي. نو زړه باید سم وساتل شي او له مصلحینو، متقیانو، عابدینو، نیکانو، علماوو، مبلغینو، مجاهدینو او پاکو خلکو سره ناسته ولاړه ترسره شي تر څو زړه مو پاک او له ګناهونو څخه وژغورل شي. اللهم ارنا الحق حقَا وارزقنا اتباعه — وارنا الباطل باطلا ورزقنا اجتنابه