کور / تازه خبرونه / يوه ملا امام خپله دوهمه مېرمن وژلې

يوه ملا امام خپله دوهمه مېرمن وژلې

روزګان په مرکز ترينکوټ کي د يوه جومات ملا امام د کورنۍ شخړي له امله خپله دويمه مېرمن وژلې ده.

د اروزګان د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال حاجي رحيم الله وويل چې دا پېښه تېر ماښام د ولايت د مرکز ترينکوټ ښار د ده جوز په سيمه کي رامنځته سوې ده.

نوموړي دا پېښه کورنۍ تاوتريخوالی بولي او زياتوي چي پوليسو د مسجد د پيښي د تحقيق لپاره نيولی دی.