کور / تازه خبرونه / کندهار: د اختر لپاره به ټينګ امنتي تدابير ونيسو

کندهار: د اختر لپاره به ټينګ امنتي تدابير ونيسو

امنيتي مسوولين وايي د کوچني اختر له رارسېدو سره به کلک امنيتي تدابير ونيسي.
د کندهار ولس ته دغه ډاډ تېره ورځ په امنيتي غونډه کي ورکول سو.
په غونډه کي د کندهار د والي ډاکټر همايون عزيزي تر څنګ د ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي، د ملي امنيت رئيس بريدجنرال عيسی محمد، د امنيه قومندانۍ د امنيت آمر مل پاسوال رحمت الله اطرافي او د افغان ځواکونو يو شمېر نورو مشرانو ګډون کړی وو.
د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي امنيتي ځواکونو ته سپارښتنه وکړه چي د اختر لپاره کلک امنيتي تدابير ونيسي. عزيزي وويل د دوی هڅه دا ده چي د کندهار خلک په آرامه او ډاډمنه فضا کي د اختر مبارکي ورځي تيري کړي، خو ټينګار يې وکړ چي د امنيت په سمون کي د خلکو رول ډېر مهم دی او له خلکو څخه يې وغوښتل چي د خپلو امنيتي ځواکونو ملاتړ وکړي او د امنيت په تامين کي ورسره همکار واوسي. په غونډه کي د امنيتي ځواکونو مسوولينو کندهاروالي ته ډاډ ورکړ چي د اختر لپاره به ځانګړى امنيتي پلان جوړ کړي.
د کندهار د امنتي ادارو مسولينو هم ډاډ وړاندي کړ چي د يوه امنتي پلان له مخي به د اختر ورځي په امنتي فضا کي تيري سي خو په دې برخه کي يې د خلګو همکاري اړينه وبلل