کور / تازه خبرونه / ملي امنيت دوه کسه نيولي، چي د ولسي جرګې د غړی عبدالرحيم ايوبي پلار يې اختطافوی

ملي امنيت دوه کسه نيولي، چي د ولسي جرګې د غړی عبدالرحيم ايوبي پلار يې اختطافوی

د کندهار د ملي امنيت رياست منسوبينو دوه تنه اختطاف کوونکي نيولي، چي غوښتل يې په ولسي جرګه کي د کندهار د خلګو د استازي عبدالرحيم ايوبي پلار اختطاف کړي.
يادو اختطاف کوونکو غوښتل د ولسي جرګې د غړي عبدالرحيم ايوبي پلار د ډنډ ولسوالۍ په قلمطر کلي کي د يوې فاتحې له مراسمو څخه اختطاف کړی. دغو کسانو پلان درلود چي د ايوبي پلار تر اختطاف وروسته په رېګو سيمه کي وساتي، تر څو د پيسو په مقابل کي يې بېرته خوشي کړي.
نيول سوي کسان نصيب الله مشهوره په پوليس ماما چي د معروف ولسوالۍ او فضل الدين اغا مشهوره په جان د پنجوايي ولسوالۍ اوسيدونکي دي.
دغه دوه تنه اختطاف کوونکي د اختطاف په موخه د يادي فاتحې مراسمو ته تللي ول، خو موضوع د ملي امنيت رياست تر اوپراتيفي کار لاندي وه او تر کشف و تثبيت وروسته ونيول سول.
يادو کسانو پر خپل جرم اعتراف هم کړی دی.