کور / هراړخیز / دکندهار داطلاعاتو او کلتور رئیس باید څوک وي؟

دکندهار داطلاعاتو او کلتور رئیس باید څوک وي؟

پرځواني مرګ مجید بابي دا تور ؤ چي د ریاست ټول تاریخي اثار ئې غلااو په کور کښي ئې پټ کړل خوچا کوم ثبوت رامیدان ته نه کړ! بل انتقاد دا ؤچي دځینوپه وینا شهید بابی ددوو بد مرغه ؤ. ترمرګ ورسته شهید بابی دعلامه رشاد بابا یوښاخ وبلل سو! دځوانيمرک قدیم پتیال سره بیا دخلګو ځکه نه جوړېدل چی هغه مغرور، بې سواده شاعر او دخلګو تلیفون ته ئې جواب نه وایه! دپتیال ترمرګ وروسته مي بیاواورېدل چي که ژوندی وای نو دعلامه حبیبي صاحب ځای ته رسېدئ، بس یو جالب پراډوکس دئ. پردواخان مینه پال بیا ځیني کندهاریان ځکه ګذارونه کوي چي دتاریخي ځایونو په ستانه کښي پاته سوی دئ، نوپراجتماعي رسنيو باندي دهغه شخصي ژوند له رسمي ژوند سره ګډوي او په دې ډول ئې ځوروي. مینه پال داپرېکړه کړې ده چي نور خپله دنده پرېږدي،څومیاشتي مخکي ئې وزارت ته خبر ورکړی دئ چي دده پرځای بل نفر ور واستوي خو داطلاعاتو اوکلتوروزارت دمینه پال دځای ناستي په انتخاب کښي دلاندي دروستونزو سره مخ دئ:
1- هغه مشران او ځوانان چي دکندهار داطلاعاتو او کلتور ریاست دپاره جوړدي اودمینه پال خلا ډکولای سي، هغوی نه غواړي چي دریاست دروند مسؤلیت پر غاړه واخلي! تر کومه ځایه چي زه معلومات لرم، دغو وړ کسانو ته خپل ژوند مهم دئ، او دا اندېښنه ئې پرځای ده چي دغه فرهنګي پوسټ به په سیاسي پوسټ تبدیل سي چي دابه نو ددوی ژوند او کورنیو ته یو امنیتي خنډ جوړ کړي. دلته ځای پرځای ددغي اندېښنې دحل له پاره داطلاعاتو اوکلتور وزارت ته مشوره ورکوو چي دکندهار دوالي سره ئې دغه خبره مخکي له مخکي حل کړي وي چي داطلاعاتو او کلتور رئیس دوالي پیغام رسوونکی نه بلکي دفرهنګیانو یو همږغ کوونکی دئ خو دولایت مقام اصول به هم په نظر کښي نیول کیږي او ددې سره-سره به نوی رئیس ته یوڅه اجرائیوي ځواک هم ورکول کیږي. مینه پال همداسي ؤ چي ریاست ئې هم پر غاړه اوپه ضمن کښي دتوریالي ویسا دویاندوي مسؤلیت ئې هم کله کله مخ ته وړئ خو بیا هم کوم رسمي اجرائیوي ځواک ئې نه درلودئ. ځوانيمرګ پتیال هم تریوځایه دتوريالي ویسادفاع ته ملا تړلې وه نوځکه به دوی دفرهنګیانو او عوامو له انتقادونو سره مخ کېدل او پر دوی باندي دوارد سوي انتقادونه له لاسه اوس مشران او ځوانان هم زړونه نه ښه کوي ځکه چي له هر چا سره دخپل شخصیت ساتني و شخصي ژوند فکر سته او نه غواړي چي د کندهار دفرهنګیانو سره په جنجال اخته او خپل علمي کارونه ورڅخه پاته سي. ځیني بیا وايي چي دغه پوسټ په معنوي لحاظ تر دوی لوړ دئ او بل داچه هیڅ اجرائيوي ځواک نه لري نوځکه جرئت نه سي کولای چي ور مخ ته سي خو وزارت به خامخا له تېري زمانې څخه یوڅه زده کوي او دغو چلینجونو ته به یوه لار پیدا کوي، خپلو پالیسو ته به له سره کتنه کوي او نوي رئیس ته به دامکاناتو سره سم موبل ټېم ورکوي چي وخت پر وخت له تاریخي ځایونو څخه کتنه وکړي. که داسي وسي، نو حتماً به یو مشر فرهنګي شخصیت زړه ورته ښه کړي.
2- په دوهم قدم کښي،ځینی داسي وړ ځوانان سته چي په غیر دولتي مؤسساتو کښي لوړ معاش اخلي خو ددولت دامکاناتو او امتیازاتو سره موافق نه دي. وزارت هم دیوڅو محدودو کسانو دشرطونو سره سم نه سي کولای چي دخپلو معاشاتو او امتیازاتو په پالیسي کښي له سره تغیر راوړي خو کولای سي چي دغسي یو کس دسوپر سکیل معاش په ورکولو سره راضي کړي او ترڅنګ ئې ورته دژوند کولو امکانات برابر کړي، پورته خبري هم باید په نظر کښي نیول سوي وي.
3- پاته کیږي هغه ځوانان چي په نورو دولتي ارګانونو کښي پر کښتو پوسټونو باندي کار کوي او علاقه لري چي دریاست چوکۍ ته ځان ور سوي.ددغسي کسانو هدف دخپل نوم سره درئیس دلفظ اضافه کول اویا ددولتي امکاناتو څخه نامشروع استفادې ته ځان رسول دي،هغه چي په هر ریاست کښي وي ځکه چي دغه ځوانان په مدیریت، اطلاعاتو او فرهنګ کښي معلومات نه لري، دنظم او نثر په توپیر نه پوهیږي. که دوزارت چارواکي تر پورته دوو ستونزو را تېر او دا درېيم آپشن فرمایشي انتخاب کړي نو به دکندهار فرهنګیان نور هم سره پاشل سوي وي او درې الی شپږ میاشتي وروسته بیا دنوي رئیس پر ټاکلو له سره فکر کوي چي دابه خپله دوخت ضایع وي او هغه مهال به ئې علاج تر دې مهال سخت سوی وي.
یوې خواته مینه پال وظیفه پرېږدي او بلي خوا ته وزارت دپورته درو ستونزو سره مخ دئ. نو په کار څه ده؟ وزارت ته په کار ده چي دکندهار دټولو فرهنګیانوپه حضور کښي پنځه کسان وټاکي او بیا دفرهنګیانو په رایه یو نفر وټاکل سي. دغه نفر باید پرلاندي شرایطو برابر وي:
اول، شخصیت ئې باید په تمامه معنی دکندهار فرهنګیانو ته دمنلو وړ وي. پراخي اړیکي ولري،دهیواد نورو ولایتونو ته ئې سفرونه کړي وي، دپښتني ولایتونو له فرهنګي فعالیتونه څه تریوځایه خبر وي، دمشاعرو په جوړولو، دمجلو او اخبار په چاپولو کښي تجربه ولري، که په مدیریت کښي تجربه ونه لري نو باید خپله لیکوال، شاعر، هنرمند، ژباړن او ممثل تېر سوی وي ځکه چي ددې ریاست دهمداسي خلګو سره کار دئ او تخنیکي او کاري ساحې هم دا دي چي مشخص مي کړې.
دوهم، که چیري یو مشهور او منلی شخصیت دهر علت له مخي ځان نه کانديد کوي نو بیا باید دوزارت سره دبل کاندید په ټاکلو او انتخابولو کښي مرسته وکړي او ددې سره-سره به وزارت ته اطمنان ورکوي چي دنوی رئیس دتخریب پرځای به دهغه ملاتړ کوي او وخت پر وخت به مشوره ورکوي. اوس ځیني ځوانان دمشرانو لکه استاد رشاد، استاد رفیقي، استاد صمیم، محمدیارصاحبانو اوداسي نورو په حضور کښي جرئت نه سي کولای چي دې ریاست ته زړه ښه کړي او علتونه مې مخکي وویل خو وزارت باید ددغو او نورو مشرانو ښه سمه موافقه ترلاسه کړې وي چی دنوي رئیس سره به همکاري ته دوام ورکوي ځکه چي ددوی له خوا ورته معرفي سوی دئ. زما دشخصي مشاهدې له مخي،دشهید بابي، شهید پتیال او مینه پال سره په هغه اندازه دمشرانو ملاتړ او همکاري نه وه څونده چي ورته ضرورت ؤ.
که چیري وزارت دعنعنوي استخدام پروسه مخ ته یوسي او داسي یو کس انتخاب کړي چي هغه په هیڅ صورت دپورته خبرو او چوکاټ سره نه برابریږي، فکر کوم چيد اطلاعاتو او فرهنگ وزارت به یوازي یوبت پر چوکۍ کښېنولي وي او شپږ میاشتي ورسته به بیا نوی رئیس ټاکل کېږي. باید سر له اوسه له تېرو درسونه څخه زده کړه وسي او داسي کس دټولو په رایه انتخاب سي چي ټولو ته دمنلو وړ وي.