کور / تازه خبرونه / د سعودي مرستندويه کمېټې دمرستو بهيرپاى ته ورسيد

د سعودي مرستندويه کمېټې دمرستو بهيرپاى ته ورسيد

پېښور:لروبرته د افغان ولس لپاره د سعودي مرستندويه کمېټې له خوا په رارسيدلې خبرپاڼه کې څرگنده شوې ده چې د روژې مبارکه مياشت کې د نوموړي مرستندويه کمېټې د هريپور (فدانه، فنيان د نوښار په خيشکو او د پېښور په خراسان کيمپونو او خواوشا سيمو کې اووه زره کارتنه خوراکي مواد په بې وزله افغاني کورنيو وويشل.د نوموړو مرستو د ويش لړۍ د جون د مياشتې د اته ويشتمې نېټې (رمضان المبارکيوولسمه) څخه پيل شوې وه او د جولايې مياشت تر دولسمې نېټې خيبرپښتونخوا کې اووه زره کورنۍ د خوراکي موادو څخه برخمنې شوې.ياده دې وي چې د دې مرستې په لړ کې هرې کورنۍ ته د دېرش کيلو خوراکي موادوکارتن چې د: (لس کيلو سېله وريجې، پنځه کيلو چيني، پنځه کيلو لوبيا، پنځه کيلوغوړي، دوه کيلو کجورې، دوه کيلو بېسن، يو کيلو شين چای) څخه عبارت وو ورکړل شو.په کيمپونو کې نوموړې مرستې د افغان کمشنرۍ لخوا د ټاکل شوو مشرانو او کمانډرانو سره په همغږۍ هغو افغاني کورنيو ته ورکړل شوې، چې په پاکستان کې د اوسېدلو قانوني اسناد لري.د مرستو د ويش پر مهال د مرستندويه کمېټې مدير حاجي عبدالله خان څرګنده کړه چې نوموړې مرستې د هغه مرستو لړۍ ده چې د سعودي مسلمان ولس يې له خپلو وروڼو سره په مسلسله توګه ترسره کوي او افغاني وروڼو ته يې ډاډ ورکړ چې د افغان ولس لپاره د سعودي مرستندويه کمېټه به د افغاني مهاجرينو سره د مرستې دې لړۍ ته دوام ورکوي.