کور / تازه خبرونه / پر ډيرباور سباکوچنى اختردى

پر ډيرباور سباکوچنى اختردى

پېښور:دسعودي سترې محکمې له خپلوخلکوغوښتي دي چې نن پنجشنبه ماښام مهال دشوال دمياشتي د ليدو لپاره هلې ځلې وکړي اوهمداډول دپېښور د قاسم علي خان مشهورجومات مشرمفتي شهاب الدين پوپلزي هم رسنيو ته څرگنده کړې چې نن ماښام به د شوال د مياشتې د ليدو لپاره ځانگړې غونډه کوي که د شوال مياشت وليدل شوه نوسبا دجمعې په ورځ په گردې پښتونخوا کې کوچنۍ اختردى له بله پلوه دپاکستان دمياشتې د ليدو دولتي کميټې څرگنده کړې چې سبادجمعې په ورځ ماښام په اسلام اباد کې د شوال د مياشتې د لېدو لپاره دمفتي منيب الرحمان پرمشرۍ غونډه کوي زياتره ستورو پيژندونکوټينگار کړې چې نن ماښام به دشوال مياشت وليدل شي اوسبادجمعې په ورځ به کمکى اختر وي