کور / تازه خبرونه / کندهار: فرهنګیان د نوي رئیس پر احتمالي ټاکنه اندېښمن دي

کندهار: فرهنګیان د نوي رئیس پر احتمالي ټاکنه اندېښمن دي

نن سهار د (۱۳۹۴ل.) کال د چنګاښ پر ۲۵ نېټه د کندهار یو شمېر فرهنګیانو غونډه وکړه.
په غونډه کي د کندهار پوهنتون يو شمېر استادانو، فرهنګي او مدني فعالانو، ادیبانو او لیکوالانو ګډون کړی وو. د غونډي ګډونوالو د هغو اوازو او ګنګوسو په اړه اندېښنه وښوده چي د افغانستان په ستر فرهنګي او تاریخي ښار کي د اطلاعاتو او کلتور د رییس د ټاکني لپاره د کابل د واکمنو کړیو لخوا د انفرادي پرېکړو په پایله کي د داسي کسانو د ټاکني احتمال سته، چي په ټاکنه به یې د هر بادرده او با احساسه کندهاري زړه خوږ سي.

په دې غونډه کي ټولو په یوه ږغ دا خبره فیصله کړه، چي د کندهار د فرهنګي، ادبي او علمي کړیو او سړیو له مشورې پرته به د اطلاعاتو او کلتور د نوي رییس ټاکنه اغېزمنه او ګټوره نه وي.

د غونډي ګډونوالو دا بېره هم ښکاره کړه چي خدای ج مه کړه د کندهار د اطلاعاتواو کلتور ریاست دروند او پتمن مقام چي د مولوي صالح محمد هوتک، عبدالعزیز بابا جان، علامه حبیبي، ایازي، ایوبي، عطایي، ….. په ناسته خپل علمي درنښت درلودی، د یو نامناسب کس په ناسته خپل دروند نوم او حیثیت وبایلي.

د غونډي ګډونوال خپله دغه اندېښنه د افغانستان ښاغلي ولسمشر، د هغه فرهنګي مشاور او د اطلاعاتو کلتور محترم وزیر پوري رسوي، چي په خپلو پرېکړو کي له انفرادي فیصلو ډډه وکړي او د دې سیمي د علمي، فرهنګي او ادبي کړیو او سړیو نظر ته په درنښت وګوري.
ګډونوالو وپتېیله چي ډېر ژر به د کندهار د ټولو فرهنګي، ادبي او پوهنیزو بنسټونو ترمنځ یوه پراخه غونډه جوړه سي چي په ترڅ کي به یې د دغه ریاست لپاره وړ کاندیدان و ياد وزارت او نورو مسئولو چارواکو ته وروپېژندل سي.