کور / تازه خبرونه / د كمكي اختر په مناسبت دحکمتيار پيغام هم خپور شو

د كمكي اختر په مناسبت دحکمتيار پيغام هم خپور شو

بسم الله الرحمن الرحيم وَرَدَّ اللَّهُ الَّذِينَ كَفَرُوا بِغَيْظِهِمْ لَمْ يَنَالُوا خَيْرًا وَكَفَى اللَّهُ الْمُؤْمِنِينَ الْقِتَالَ وَكَانَ اللَّهُ قَوِيًّا عَزِيزًا الاحزاب: 25 گرانو هېوادوالو! د ايمان او عزت سنگرونو مدافعينو! السلام عليكم و رحمة الله و بركاته د كمكي اختر د رارسېدو په مناسبت مباركي وايم، دعاء كوم چي الله تعالى زموږ گران هېواد ته آزادي او زموږ مؤمن ملت ته عزتمن او سوكاله ژوند ورپه برخه كړي، او په خپلواك او آزاد افغانستان كي د يوه واقعي اسلامي حكومت په راتلو سره زموږ د شهيدانو، غازيانو او سرلوړو مجاهدينو نېكي او سپېڅلي هيلي ترسره كړي. إن شاء الله روان دردناك حالت، اشغال او جگړه به ډېر ژر پاى ته رسي او اشغالگران به وځي، اشغالگرو ځواكونو ته له بشپړ وتلو پرته بله چاره نه ده پاته، سرلوړي او آزادي غوښتونكي افغانان به خپل برخليك په خپله ټاكي او د خپلي خوښي اسلامي نظام او صالح مشران به غوره كوي. له دې فرصت په استفادې سره افغان ولس او سياسي ډلو ته څو عرائض لرم: • راشئ د تېرو څلورو لسيزو ترخو تجربو ته په پام سره نوې تگلاره او اسلوب غوره كړو، ټول توافق وكړو چي بهرني ځواكونه دي ووځي، افغانان دي پرېږدي چي خپلي ستونزي په خپله او د پرديو له قيموميت، وصايت او وساطت پرته حل كړي، جگړه د تل لپاره پاى ته ورسوو، دا ومنو چي د زعامت ټاكل او د نظام د څرنگوالى غوراوى د ملت مسلم حق دئ، د پرديو د مټو، وسلو او پيسو په مرسته قدرت ته رسيدل تحريم كړو، تعهد وكړو چي له دې وروسته د قدرت د انتقال په عمليه كي نه يوه قطره وينه توى شي او نه يوه مرمۍ وويشتل شي. • دا يو څرگند حقيقت دئ چي صلح او امنيت يوازي هغه مهال راتلى شي او جگړه پاى ته رسېدى شي چي بهرني ځواكونه ووځي، د افغانستان په كورنيو چارو كي د بهرنيو لاسوهني متوقفي شي، افغانان پرېښودى شي چي خپلي ستونزي په خپله حل كړي، د خپلي خوښي نظام او د اعتماد وړ صالح مشران غوره كړي، څوك چي گمان كوي له دې پرته او د بهرنيو ځواكونو په شتون كي به جگړه پاى ته ورسېږي؛ سخته اشتباه كوي. هغه هم په سختي اشتباه كي پرېوتي چي گمان كوي د روغي جوړي له يوې عادلانه او پر واقعيتونو ولاړي معاهدې پرته به د بهرنيو ځواكونو له وتلو وروسته د كابل مفسد حكومت دوام وكړي او د پرديو په لاس روزل شوي امنيتي ځواكونه به وتوانېږي د گواښونو په وړاندي مقاومت وكړي!! حقيقت دا دئ چي د ناټو له وتلو وروسته به د كابل لاس پوڅى حكومت او د پرديو په لاس روزل شوي امنيتي ځواكونه له همغه برخليك سره مخامخ كېږي چي د شوروي اتحاد په لاس تپل شوى حكومت او چارواكي ئې ورسره مخامخ شول. نه پوهېږو څنگه به څوك دا گمان كوي چي د كابل شړېدلى، مفسد او له غلو او مفسدينو جوړ شوى حكومت به د بهرنيو له فعال حضور پرته خپل منفور او كركجن موجوديت وساتلى شي!! د يولك پنځوس زره بهرنيو ځواكونو د حمايې تر چتر لاندي د دوى حالت داسي وو چي په كابل او حتى ارگ كي ئې ځان خوندي نه گڼلو، د كابل ولسواليو ته په زغره والو گاډو كي هم نشو تللى، د دې ځواكونو له وتلو وروسته به د دوى حالت څنگه وي؟!! د دوى ډېرو همدا اوس خپلي كورنۍ بهر ته لېږلې دي؟!! انگرېزانو او امريكايانو خپلو زرگونو جاسوسانو او ترجمانانو ته همدا اوس اوس وېزې وركړې؟!! • هغه ناافغانان چي د پرديو د مټو په زور پر هېواد مسلط شوي او د روان حالت دوام غواړي هغوى ته وايو: د اشغالگرانو لمن پرېږدئ، له دوى مه غواړئ چي نور هم پاته شي، دا هيله مو نه ترسره كېږي، تاسو به داسي پر ميدان يوازي پرېږدي لكه شوروي اتحاد چي خپل كمونيست مزدوران پرېښودل، ستاسو برخليك به تر كمونيستانو هم ډېر بد وي، مگر دا چي توبه وكړئ، خداى ته مخه كړئ، د خپل ملت غېږي ته راوگرځئ، خپله توره سابقه جبران كړئ او له خپل تندي د غلامۍ تور داغونه پاك كړئ. • وروستيو پېښو او په ځانگړې توگه د جان كيري له لوري د ائتلافي حكومت جوړېدو او په دوو ډلو د هغه وېشلو وښوده چي اشغالگران نشي كولى له خپلو لاسپوڅو داسي اداره رامنځته كړي چي د دوى له وتلو وروسته د نظام د فوري سقوط مخه ونيسي. • په داسي حال كي چي د افغان ملت ټول قومونه د تاريخ په اوږدو كي د وروڼو په څېر د يوه بل څنگ ته او د ورورۍ او برابرۍ په فضاء كي پاته شوي، ټولو په گډه له خپل هېواد دفاع كړې او د تجزيې او تفرقې هره هڅه ئې په گډه شنډه كړې خو اشغالگرانو زموږ د هېواد د اشغال له لومړۍ ورځي بيا تر ننه دا منصوبه درلوده چي يا به افغانستان په دائمي توگه تر خپل اشغال لاندي ساتي او كه دا ورته ممكنه نه شوه نو زموږ هېواد به تجزيه كوي او د جگړي د دوام شرائط به برابروي، همغه څه به كوي چي په عراق كي ئې وكړل، اقتدار ئې ايران پلوو متعصبو شيعه ډلو ته وسپارو، سنيان ئې نه يوازي له خپلو عادلانه حقوقو محروم كړل بلكي د هغوى د ځپلو لپاره ئې د بغداد مرتدو حكامو ته په خلاص لاس د هر جنايت اجازه وركړه، حتى دا ئې ومنل چي ايراني جنگيالي عراق ته ولاړ شي او د سنيانو په وژلو كي د نوري المالكي مرسته وكړي. • د فيدرالي نظام رامنځته كول، د اقليت او اكثريت په نامه فتنې راولاړول، وروڼه قومونه سره جنگول، اقليتونو ته په امنيتي ځواكونو او ملكي اداراتو كي دومره لويه برخه وركول چي اقتدار په بشپړه توگه د دوى په واك كي وركړي او د ټولني غوڅ او مطلق اكثريت له خپلو عادلانه حقوقو او مقام محروم او غبرگون ته ئې اړ كړي، د اقليتونو لپاره مستقل ولايات جوړول، د خپلي خوښي واليان ټاكل او هغوى ته د پراخ صلاحيت انتقال، او دې ته ورته هڅي په دې موخه ترسره شوې چي د افغانانو ملي وحدت له منځه يوسي او د يوه ځواكمن مركزي حكومت له رامنځته كېدو مخنيوى وكړي، همداراز پانگه وال نظام مسلطول او شتمني، بانكونه، شركتونه، ماركيټونه، ښارگوټي، مخابراتي وسائل او نشراتي مؤسسات او صوتي او تصويري رسنۍ د څو مزدورو كړيو په لاس كي وركول… دا د هغوى د منصوبې ځيني برخي دي، دا اوس بلخ، پنجشير، باميان او داى كندي د مستقلو ايالتونو حيثيت لري، د هزاره جاتو ټول ملكي او نظامي ادارې او واك ئې يوه توكم ته سپارل شوي، واليان، قومندانان، ملكي مأمورين، امنيتي ځواكونه، ښوونځي، پوهنتون، استادان، قاضيان … ټول د همدې توكم په واك كي دي، له دوى پرته بل څوك په كي نه ترسترگو كېږي. • د اسلام دښمنان د اسلامي امت له راويښېدو وېرېدلي، دا ويښتيا او پايلي ئې د خپلو استعماري گټو لپاره ستر گواښ گڼي، د همدې لپاره ئې د اسلامي امت په ضد ستره جگړه پيل كړې، هغه عراق ئې وځپلو چي د اسرائيلو په وړاندي ئې ستر گواښ گڼلو، په دريو برخو ئې د وېشلو هڅه كوي، سودان ئې د جگړي د ختمولو په بهانه ووېشلو خو جگړه لاروانه ده، ليبيا ئې وځپله او د تجزيې لپاره ئې هڅي كوي، په سوريه كي تر هغه د جگړي دوام غواړي چي اسلامي ځواكونو ته د اقتدار د انتقال ټول امكانات پاى ته ورسي، پر افغانستان او عراق د بريد او بيا د اشغال په لومړيو كي د ايران د دريځ ستاينه او د بن په غونډي كي ئې شريكول او اوس په عراق كي د اسلامي دولت په ضد د دواړو گډ عمليات، داسي چي تهران په ډېري بې شرمۍ سره له واشنگټن وغوښتل چي عراق ته فوځونه ولېږي او د خپلي هر راز مرستي ډاډ ئې وركړ، واشنگټن تهران ته اجازه وركړه چي عراق ته خپل ځواكونه ولېږي، په مصر كي ئې د منتخب حكومت په ضد د فوځي كودتا منصوبه پلې كړه، منتخب جمهور رئيس ئې اختظاف كړ او د اخوان المسلمين د گوند گڼ شمېر مشران ئې په اعدام او اوږدې مودې بند محكوم كړل، په تش لاسو لاريون كوونكو د مصري فوځ د وحشيانه بريدونو او په سلگونو مصريان په خپلو وينو كي رغړولو مرسته او حمايت كوي، په يمن، تونس او الجزائر كي ئې هم دې ته ورته لوبه پيل كړې، ايران ئې تشويق كړ چي يمني شيعه وو ته وسلې ولېږي، او هلته د يوې بلي خونړۍ جگړي اور بل كړي، پر غزې د اسرائيلو د وحشيانه بريد او د مظلومو فلسطينيانو د وژلو او د هغوى پر كورونو د بمونو او راكټو ورول د تل ابيب مسلم او جائز حق گڼي!! گرانو هېوادوالو! • د تېرو څلورو لسيزو پېښو وښوده چي زموږ ملت پرديو ته د تسليمېدو پېغور نه مني، پر خپل ايمان، عزت او خپلواكۍ سودا نه كوي، تر غلامۍ عزتمن مرگ او د الله په لار كي شهادت سل ځله غوره گڼي، زموږ غيرتي ولس له هغه چا كركه لري چي پرديو ته ئې د ذلت سر ټيټ كړى، د غلامۍ كړۍ ئې په خپلي غاړي كي اچولې، له يرغلگرو سره ئې ملگرتيا كړې، هغوى ته ئې پر خپل هېواد د بريد بلنه وركړې، د هغوى تر قومندې لاندي د خپل ولس په ضد جنگېدلى، زموږ ځلانده تاريخ تل داسي كرغېړني څېرې غندلې او زموږ ولس د هغوى څلي په ډبرو ويشتلي. • افغان ولس بايد مطمئن وي چي إن شاء الله ټول بهرني ځواكونه به زموږ له گران هېواد وځي او په خپلواك او آزاد افغانستان كي به د ملت د خوښي اسلامي حكومت جوړېږي. و ما ذلك على الله بعزيز سرلوړي دي وي افغانان بريالي دي وي مجاهدين

د١٣٩٤كال كمكى اختر