کور / تازه خبرونه / ارګ: د انتخاباتي اصلاحاتو د کمېسون غړي وټاکل سول

ارګ: د انتخاباتي اصلاحاتو د کمېسون غړي وټاکل سول

د ۱۳۹۴ لمریز کال د چنګاښ ۲۵مه

جمهور رئیس غني د یو فرمان په ترڅ کې د انتخاباتي اصلاحاتو خاص کمیسیون وټاکه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د هېواد په انتخاباتي نظام کې د بنیادي اصلاحاتو د راوستلو، د انتخاباتو د سیستم د بنسټیز کېدلو، د آزادو، شفافو او عادلانه انتخاباتو د ترسره کېدلو، د ولسواک نظام د پیاوړتیا، د مشارکت د راجلبولو او په دولتي بنسټونو باندې د خلکو د باور پیدا کولو، د قانون د واکمنۍ او د انتخاباتي سرغړونو او تخلفاتو د مخنیوي په موخه د یو فرمان په ترڅ کې د انتخاباتي اصلاحاتو خاص کمیسیون وټاکه.

د دغه فرمان له مخې د سر څیړونکي مرستیال شاه سلطان عاکفي د رئیس، صدیق الله توحیدي د مرستیال، کاوون کاکړ د غړي ، محمد علي امیري د غړي، عبدالقدیر کریاب د غړي، بشیر فاروق د غړي، اسدالله سعادتي د غړي، فیض الله ذکي د غړي، صالح محمد ریګستاني د غړي، شاه محمود میاخیل د غړي، صبرینا ثاقب د غړې، داکټره عالمه د غړې، د عدلیې وزارت استازی عبدالمجید غني زاده د غړي او د ملګرو ملتونو استازی تادامیچي یاماموتو د غړي په توګه ټاکل شوي دي.

کمیسیون خپل فعالیتونه له دغه فرمان سره د دندو د ضمیمه شوې لایحې له مخې تنظیموي.