کور / تازه خبرونه / کندهار: د اختر لمونځ په ډاډمنه فضا کي تر سره سو

کندهار: د اختر لمونځ په ډاډمنه فضا کي تر سره سو

په کندهار کي د کوچني اختر لمونځ د زرګونو هيوادوالو په ګډون تر سره سو.
د کوچني اختر لمونځ د کندهار په لويه عيدګاه کي په داسي مهال تر سره سو چي د کندهار دولتي او نظامي چارواکو هم ګډون کړي وو.
په مراسيمو کي ديني عالمانو پر وسله والو د سولي او ملي پخلايني ږغ وکړ او غوښتنه يې وکړه څو ددولت سره يو ځای او له تخريبه لاس واخلي.
د اختر تر لمانڅه وروسته دديرلسمي حوزې امر او د هغه ورور چي دوې ورځي مخکي په يوه هدفي بريد کي ووژل سوو، د جنازې لمونځ ورکول سوو.
په کندهار د اختر لپاره خورا کلک امنتي تدابير نيول سوي دي.