کور / تازه خبرونه / د نړیوالو ځواکونو هوايي برید کې د ملي اردو ۱۳ سرتېرو ته مرګ ژوبله

د نړیوالو ځواکونو هوايي برید کې د ملي اردو ۱۳ سرتېرو ته مرګ ژوبله

د لوګر ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې د ملي اردو پر یوې پوستې د نړیوالو ځواکونو په هوايي بمبارۍ کې د ملي اردو ۸ تنه سرتېري وژل شوي او ۵ تنه ټپیان شوي دي
د لوګر امنيه قومندان پاسوال محمد داوود احمدي رسنیو ته وویل چې دغه پېښه نن سهار ۷ بجې رامنځته شوې ده.
د لوګر امنیه قومندان زیاتوي چې تر دې مهاله د دغه هوايي برید علت نه دی څرګند شوی
له بل لوري په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت هم ویلي دوی په لوګر کې د دغه پېښې خبر تر لاسه کړی او په دې تړاو څېړنې کوي.