کور / تازه خبرونه / جمهور رئیس غني په ترکیه کې تروریستي برید په کلکو ټکو وغانده

جمهور رئیس غني په ترکیه کې تروریستي برید په کلکو ټکو وغانده

ارګ، کابل: د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د ترکیې په سرحدي ښار سوروک کې پرونی تروریستي برید چې له امله یې ۳۱ تنه و وژل شول او شاوخوا ۱۰۰ تنه نور ټپیان شول، په کلکو ټکو وغانده.

جمهور رئیس غني تروریزم د سیمې او نړۍ هېوادونو ته یو ګډ ګواښ وباله او یو ځل بیا یې د هغه پرخلاف پر ګډې او جدي مبارزې ټینګار وکړ.

جمهور رئیس محمد اشرف غني د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردغان، د قربانیانو کورنیو او د ورور هېواد ترکیې خلکو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي او د دغې پېښې ټپیانو ته د لوی خدای له دربار څخه د سملاسي روغتیا هیله کوي.