کور / هراړخیز / ډاکټران هم نشه یي توکي پلوري

ډاکټران هم نشه یي توکي پلوري

افغانستان ته د امریکایانو له راتلو سره خلک په پیسو او تماشو ښه وپړسیدل . تر ډېره داسې بریښیدل چې غلاوې ، شوکې او لوفرۍ ورکې شوې او خلکو فکر کاوه چې نوره نو نیستي ورکه شوه .
کومې پیسې به یې چې ګټلې نو خوړلې به یې ؛ ځینو بیا پیسې وسپمولې او ځان ته یې خپل کاروبار پرې روان کړ . خو له څو کلونو وروسته بیا همغه حال او جنجال پېښ شو . ډېری ځوانان بېرته له نیستۍ او بې کسۍ سره مخ شول او دنشه یانو په اصطلاح چې له غمه نشه کوي .
اوس خبره دهغه چا ده چې رنځوران تداوي کوي خو په دوی کې ځینې بیا برعکس رنځوران نور هم رنځوي – ډول ، ډول نشه یي دوایانې لکه : ( شربت ، ګولۍ ، ستنې ، پړۍ او نور ډولونه ) په خپلو پلورنځیو کې پلوري .
داسې هم نه ده چې له فارمیسۍ فارغان نشه یان پېژني نه ؛ بلکې په لوی لاس غواړي خپل تجارت پر مخ یوسي او د معتادو کسانو شمېر نور هم زیات کړي . په دې کې ځینې داسې پلورونکي هم شته یوازې یې پاکستان او یا له بل هیواد نه کمپنۍ راوړې وي ، نور یې نه په کیفیت خبر وي او نه یې په تاوان . بس چې دوی ته منیجر تحفه او بهرته چکر ورکوي نور دې په افغان ولس خاورې بادیږي !؟
زیاتره مریضۍ هم اوس ددې نه را پیدا شوې دي چې خلک غلطې دوایۍ کاروي ، مخکې به په کور کې نالوستو دیو مرض لپاره د بل مرض دوایي خوړله ، خو اوس په ښار کې نالوستي ډاکټران ناروغ ته نه ، نه وايي (نه یې واپس کوي ) او څه شی یې چې په زړه خوښه وه بس په خوله پوکی ورته ورکړي او ورته ووايي چې هر ډول خواړه ګډوډ ور سره وهه !؟ ددغو نشه یي توکو پلورنکو معلومدار دوکانونه دي ، دولت هم ورباندې خبر دی او معتاد ولس خو خود ، دولت په دې هم خبر دی چې په دې پلورونکو کې ځینو فارمیسي څه چې یو میاشتنی ورکشاپ یې هم نه دی پاس کړی .
له دې نه معلومیږي چې دولت هم خپله فصدي پکې لري . ځکه (اس د میوګي په زور پورته پورته الوځي) . طبابت څه ټولنیز علوم نه دي چې په مطالعه او مشاهده هم زده کیږي ؛ بلکې دا ساینس دی پرته له استاده او زده کړې کار نه ترې اخیستل کیږي . په نوره نړۍ کې کمې پیسې ډاکټران لري او زیات قدر او پیسې معلم لري خو په افغانستان کې بیا برعکس دي . زمونږ له هغه چا څخه ګیله نه ده چې خاص نشې ته یې دوکان کړی وي لکه : ( چرس ، شراب ، اپین او پوډر ) بلکې ګیله مو له هغه چا ده چې د ډاکټر په جامه کې ټولنه زیانمنوي . په دې کې اوس د محلي سندرغاړو هم لاس دی چې په خپلو بې ذوقه سندرو کې نه یوازې مخدره توکې یادوي ، بلکې همدغه نشه یي دوایانې چې ډاکټران یې پلوري په خوند یې وایي او اوریدونکي چکچې ورته وهي . لکه یوه سندره ده چې :
بیا دې ګولۍ خوړلې دي د ریسټوریلې خورې
زنګیږې اېلې دېلې خورې