کور / تازه خبرونه / روزګان: وسله والو قومي مشر په دار کړی دئ

روزګان: وسله والو قومي مشر په دار کړی دئ

د روزګان چارواکي وايي نن سهار وسله والو طالبانو د دې ولایت په خاص روزګان ولسوالي یو تن قومي تر تښتولو وروسته په دار کړی دئ.
د روزګان ولسوال عبدالکریم کریمي وايي قومي مشر حاجي عباس نن سهار له خپل کلي څخه تښتول سوی او څو ساعته وروسته ئې جسد په داسي حال کي موندل سوی چي پر یوه ونه باندي ځړېدئ.
طالبانو تر اوسه د حاجي عباس د وژلو علت نه دئ ښوولی.