کور / هراړخیز / یوه اوږده لار ، يوه اوږده کيسه

یوه اوږده لار ، يوه اوږده کيسه

ترکیسې دمخه یادونه :
غواړم ددغې کیسه ګۍ په اړه ، د هغې دلیکلو انګیزه له تاسو درنو لوستونکو سره شریکه کړم :
د ۲۰۰۳ کال سړې شپې ورځې وې چې زما داردو ژبی یو شاعر دوست ،کورته راغی او یوبلن لیک یې راکړ چې په هغه کې یې زه یوې وړې مشاعرې ته دعوت کړی وم چې دیوه دیپلومات چې پخوا په کابل کې دهند سفیرو دمیرمنې له خوا جوړه شوې وه ، ځای او ځایګی یې رامعلوم و ، هلته ټول دوستان ما پیژندل ، په برسرکې یومامره سړی ناست و ، دهغه په څنګ کې یې زه هم کینولم ، روغبړ مو سروکړ ، ما ځان وروپیژاند چې دلته په هند کې استا دیم خو د افغانستان یم . ده راته وخندل او راته موسکی شو : دا څوکاله چی هندوستان ته راځم ستا په باره کې مې له یارانوډیرڅه اوریدلي دي ، ښه وشو چې نن مو سره ولیدل ، زه رښتیا هم حیران شوم چې د امامره او دروندسړی او له ماسره پښتو خبرې . خدای مې مل شو له خپلې حافظې مې لږ کار واخیست راپه یاد شو چې دا خو داردو ژبي نامتو پښتون احمد فراز صاحب دی ، رښتیا لږ احساساتي غوندې شوي وم ، له سره مې غیږ ورکړه او پښتني مینه مو له یوه بله سره وکړه . محفل ته ډیروخت پاتې و چې ما اوده اوږدې خبرې وکړې ، په افغانستا ن کې ما دپښتو شعر او شاعرۍ په اړه خبرې ورته وکړې ، څه نومونه مې ورته واخیستل چې یوازې له لایق، بینوا پرته له نورو سره نا اشنا و . په همدغو خبرو خبرو کې مو دکیسې په باره کې هم خبرې وکړې ،ما په افغانستان او پښتونخوا کې دافسانه نګارو نومونه له پخوا ترننه ورته یاد کړل ، خودامې هم ورته وویل چې په پښتونخوا کې زموږ داوسنۍ کیسې په برخه کې یوازې دوو تنو کیفي کارکړی چې یو یې ارواښاد مهدی پاچا او بل يی طاهراثرافریدی دی ، د اثر دنامه په اوریدو سره راته ځیرشو : دهغه کیسې مو هم لوستې دي ؟ ما ویل هو لاره کې ماښام او نورې می یې لوستی . بیایې راته وویل چې څنګه کیسه لیکي ، ماځواب ورکړ چې :ځای یې تراوسه هم په پښتو او پښتنو کې څوک نه شي ډکولای …
راته په خندا شو :
هغه په کراچۍ زموږ مشر دی ، مهربانه دی او زه دزړه له کومي درناوی ورته لرم …
مشاعره مو سره واوریده او ده هم څو شعرونه په کې ولوستل چې تود هرکلی یې وشو .
زه په سبایې زه اجمیر ته روان وم ، ده راته وویل چې :
رشید صاحب ګوره چې په کراچۍ کې هم دوه پښتانه وروڼه لرې موږ ته هم دخواجه په دربارکی دعا وکړې …
ما هلته دوه شپې وکړې ، دوی ته مې دعاوې هم وکړې او بیامې دغه لیکنه د طاهرصاحب مهربانه نامه ته له دعا سره هلته ولیکله او ورته مې اهدا کړه ، عمریې زیات !

یوه اوږده لار ،
یوه اوږده کیسه