کور / تازه خبرونه / تر ټولو ستر ملي بیرغ دوه میاشتې وړاندې بادونو شکولی

تر ټولو ستر ملي بیرغ دوه میاشتې وړاندې بادونو شکولی

د وزیر اکبر خان غونډۍ امنیتي مسولان وایي، کله چې دغه بیرغ له دې ستنې لرې کېده، نو په څو ورځو کې یې بېرته د نصبېدو ژمنه وشوه، خو د څه باندې دوو میاشتو په تېرېدو سره لا هم د افغانستان تر ټولو ستر ملي بیرغ دلته نه رپېږي.

د هند په مرسته د افغانستان دغه تر ټولو ستر ملي بیرغ په یو میلیون ډالرو جوړ شو او د شانداره مراسمو په ترڅ کې د پخواني ولسمشر کرزي د دور په وروستیو کې د هند د بهرنیو چارو له وزیرې سره په ګډه دلته وځړول شو، خو اوس پدې ۷۸ متره اوږدې ستنې ۳۰ متره اوږد او د ۲۰ مترو سور لرونکی بېرغ نه رپېږي او سیاحین دا دوه میاشتې خپل ملي بیرغ نه ویني.

هاخوا شنونکي وایي، پاکستان ته د اوسني حکومت د خورا نږدې کېدو له وجې هڅه کېږي په افغانستان کې د هند په مرسته ترسره شوي کارونه د خلکو له سترګو پټ کړای شي.