کور / هراړخیز / سم او ناسم

سم او ناسم

په مورنۍ ژبه خبري، لیکنه او نقد کول دهر انسان حق دئ. که دخپلي مورنۍ ژبي دویلو حق راکول سوی دئ نو دلیکلو او نقد کولو حق ئې هم باید هر پښتون ته ورکول سي چي هرڅوک خپل نظر څرګند کړي او داصلاح په نیت نقد وکړي.
ما دغه لاندي (ناسمي جملې) په کتابونو، اخبارونو، مجلو او ویبسایټونو کښي لیدلي دي اویا مي له تلوېزیونونو، راډیوګانو اویا په مجلسونو کښي له خلګو څخه اورېدلي دي.( سمې جملې) مي خپله ورته لیکلی دي، شاید یوڅوک ئې نوري هم سره سمي او ساده کړي.
ناسم: بیولوژي ژوندي موجودات ترڅېړني لاندي نیسي.
سم: بیولوژي ژوندي موجودات څېړي.
تبصره: که بیولوژي ژوندي موجودات ترڅېړني لاندي نیسي نو ترڅېړني پورته یا بغل ته ئې ولي نه نیسي؟
ناسم: په کندهار کښي لس خصوصي روغتونونه شتون لري.
سم: په کندهار کښي لس خصوصي روغتونونه سته.
ناسم: احمد په ټولګۍ کښي وجود لري.
سم: احمد په ټولګۍ کښي دئ. یا: احمد په ټولګۍ کښي سته
ناسم: احسان زما کلک ملګری ده.
سم: احسان زما ښه ملګری دئ.
ناسم: ما له ریاضي نه راځي.
سم: زما ریاضي نه زده کیږي.
ناسم: هرڅه دازل په تخته لیکل سوي دي.
سم: هرڅه د ازل پر تخته لیکل سوي دي.
ناسم: دلته ډېرمشکلات موجود دي.
سم: دلته ډېر مشکلات دي/ سته.
ناسم: پښتنو په قران او خدای ایمان راوړی ده.
سم: پښتنو پر قران او خدای ایمان راوړی دئ.
تبصره: اوله ناسمه جمله دامعنی لري چي ایمان یو فزیکي شی دئ او یوځای پروت دئ. پښتانه راولاړ سوي دي خدای تعالی او قران ته ئې ویلي دي چي تاسو ورسئ دغه ایمان موږ ته راوړئ. العیاذبالله.
ناسم: زه ولوېدم او لاس مي ژوبل شو.
سم: زه غوځار سوم او لاس مي ژوبل شو.
ناسم:دخپلو اولادونو په کومه لاره بوتلل غواړئ؟
سم: خپل اولادونه پر کومه لاره بیایاست؟
ناسم: په ځانمرګي برید کښي ګڼ شمېر ماشومان ووژل سول.
سم: په ځان مرګي برید کښي ډېر/زیات ماشومان ووژل سول.
تبصره: دوهمه جمله تر لومړۍ جملې ساده هم ده.
ناسم: په دهمزنګ چهار راهي راتاو شه.
سم: پر دهمزنګ چوک راوګرځه.
تبصره: چوک داسي کلمه ده چي زموږ اناوي او نیکه ګان ئې هم پېژني. که پرځای ئې څلور لاري راسي، فکر نه کوم چي په کلیو کښي دي پښتانه ورسره بلد وي. انسان پر چوک راتاویږي نه بلکي پر راګرځي.
ناسم: زه درس وایم ترڅو چي کامیاب سم.
سم: زه درس وایم چي کامیاب سم.
ناسم: دپوهني درئیس ترمشرۍ لاندي غونډه جوړه سوه.
سم: دپوهني رئیس غونډه جوړه کړه.
ناسم: لس بندیان خوشي شول.
سم: لس بندیان ازاد شول/سول.
ناسم: دکور ډوډۍ تربازاره ارزانه پرېوځي.
سم: دکور ډوډۍ دبازار ترډوډۍ ارزانه ده.
ناسم:پروژه تر کار لاندي ونیول شوه.
سم: دپروژې کار شروع/ پيل سو. یا: پروژه پیل سوه.
ناسم: ما دده مرسته راوڅکوله.
سم: مادده مرسته ترلاسه کړه. یا: مادده څخه مرسته وغوښتل. ده زما سره مرسته وکړه.
ناسم: تاوتریخوالی ډېر شوی دئ.
سم:تشدد ډېر سوی دئ.
تبصره: ضرورت ئې نه سته چي هره عربي کلمه پښتو سي او نه امکان لري. که امکان لري نو بیا راځئ پښتو الفبې له عربي تورو څخه پاکه کړو. په کابل کښي یو چا (مجلس خوني) ته (بانډار خونه) لیکلې وه. مجلس او بانډار ډېر فرق سره لري.
ناسم: زه دمی پر لومړی نېټه پیدا شوی یم.
سم: زه دمې په لومړۍ نېټه پيدا شوی یم.
تبصره: که (ډیسمبر) داسي لیکو لکه څنګه چي ئې تلفظ کوو نو (مې) هم باید داسي ولیکله سي نه ( می).
ناسم: احمد ډېري سترګي رپوي.
سم:احمد سترګي ډېري رپوي.
تبصره: لومړۍ ناسمه جمله دا معنی لري چي داحمد سترګي تر دوو ډېر دي. د(ډېر) کلمه تر (سترګو) مخکي او وروسته دجملې معنی ته تغیر ورکوي. په انګلېسي کښي دقیدونو دموقیعت په اړه خوار پراخي او خوندوري خبري سته. که وخت ؤ یوه بېله لیکنه به پر وکړم چي په پښتو کښي ورڅخه استفاده وسي.
ناسم: دښوونکو دکار اصلي موضوع زده کړیان تشکیلوي.
سم: دښوونکو دکار اصلي موضوع شاګردان/زده کوونکي دي.
ناسم: احمد په صنف کښي موجود ده.
سم:احمد په صنف کښي دئ.
ناسم: فاطمه ښه احساس لري، دی وايي چي ماشومان باید خوشحال وساتو.
سم: فاطمه ښه احساس لري، دا وايي چي ماشومان باید خوشحال وساتو.
ناسم: هلته ودرېږه. زه ستا خواته راځم.
سم: هلته ودرېږه. ستا [و] خواته درځم.
ناسم: دا وطن افغانستان ده. دا عزت دهر افغان ده.
سم: دا وطن افغانستان دئ. دا عزت دهر افغان دئ.
ناسم: ولسمشر دمالیزیا هیواد ته ولاړئ.
سم: ولسمشر مالیزیا ته ولاړئ.
تبصره: هرڅوک پوهیږي چي مالیزیا یو هیواد دئ. ضرورت ئې نه سته چي ( هیواد) ورسره یوځای سي. که چیري دداسي یو هیواد سره پېښ سو چي هغه مشهور نه وي نو بیا کولای سو چي دلومړي ځل له پاره د (هیواد) کلمه په قوسونو کښي یاده کړو.
ناسم: زموږ کور په اروزګان ولایت کښي قرار لري.
سم: زموږ کور په روزګان کښي دئ.
ناسم: زه دارغستان نه راغلم.
سم: زه له ارغسان څخه راغلم.
ناسم: زه دخپل خور سره پر اسکایپ خبري کوم.
سم: زه دخپلي خور سره پر سکایپ خبري کوم.
تبصره: روزګان،ارغسان او داسي نور باید دولس په ژبه ولیکل سي. خلګ پوهیږي چي روزګان ولایت دئ، ضرور نه ده چي د(ولایت) کلمه هم ورسره یوځای سي. دري ژبي ورونه هغه کلمې چي په کانسوننټ سره شروع سوي وي، سمي نه سي ویلای؛ په سر کښي یو واول ورکوي، لکه: ستا= استا، زما= ازما، خپل= اخپل. همداسي روزګان او حتی انګلېسي کلمې سکایپ ته واول ورکوي او بیا ئې همداسي لیکي هم. پښتانه دغسي لغاتونه بېله ږغ لرونکي تورو ویلای سي. باید رزوګان، سکایپ، سټار ولیکل سي نه اروزګان،اسکایپ او استار.
ناسم: هره ورځ زموږ ترمنځ بحث صورت نیسي.
سم: موږ هره ورځ بحث کوو.
ناسم: دا هغه کتاب دئ کوم چي تاسو ئې پوښتنه کول.
سم: دا هغه کتاب دئ چي تاسو ئې پوښتنه کوله.
ناسم: دا هغه خونه ده چيري چي به زما نیکه پکښي مطالعه کول.
سم: دا هغه خونه ده چي زما نیکه به پکښي مطالعه کول.
تبصره: دغه دوې اخیري ناسمي جملې دانګلېسي له صفتي/ارتباطي فقرو یا (Adjective Clause) څخه هو به هو پښتو ته رانقل سوي دي. په انګلېسي کښي ویل کیږي چي:
This is the book for which you were asking.
This is the room where my grandfather was studying.
پای
کابل
۱۳۹۴ –چنګاښ- ۱۵