کور / تازه خبرونه / د سولي د دوهم وار خبري هم په پاکستان کېږي

د سولي د دوهم وار خبري هم په پاکستان کېږي

د پاکستان د ټربیون ورځپاڼي د یوه پاکستانی امنیتي چارواکي په حواله خبر ورکړی چي د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولي د دوهم وار خبرو کوربه به بیا هم پاکستان وي.

ټاکل سوې ده چي دغه خبري د جولای پر ۳۱- مه په پاکستان کي ترسره سي، خو مخکي ویل کېدل چي ښایي طالبان او افغان حکومت دوهم وار په قطر یا هم چین کي مخامخ سره کښېني.

د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ لومړۍ رسمي خبري د جولای پر اوومه اسلام آباد ته نیژدې د مري په تفریحي ښار کي سوي وې.

د پاکستان یوه امنیتي چارواکي د نوم نه نشرولو په شرط ټربیون ورځپاڼي ته ویلي چي لومړۍ خبري د دواړو اړخونو ترمنځ د “یخي د ماتولو” په خاطر ترسره سوې، خو دا پروسه به دوام لري او ښايي په دوهم وار خبرو کي یو څه پرمختګ هم وسي.

په اول وار خبرو د افغان حکومت د هیئت غړي محمد ناطقي وایي افغان حکومت له دې ناستي څخه د اوربند پر سر موافقې ته د رسېدو هیله لري، چي دا کار به د دواړو اړخونو ترمنځ اعتماد رامنځته کړي.

تر اول وار خبرو وروسته په رسنیو کي داسي تبلیغات کېدل چي د طالبانو د قطر د دفتر د غړیو په نستوالي کي به د سولي هر راز خبري ناکامه وي، خو د طالبانو یوه پخواني وزیر او د مشرتابه شورا غړي ويلي طالبان له نړۍ والي ټولني سره په سلا او مشورو بوخت دي او غواړي لوړ پوړي او با صلاحیته استازي دوهم وار خبرو ته معرفي کړي.

د لومړي پړاو په خبرو کي د طالبانو په استازيتوب ملا عبدالجلیل، ملا عبدالرزاق، ملا محمدعباس، ملا محمدحسن رحماني او حاجي ابراهیم ګډون کړی وو، چي د ډېرو په ګومان د قطر دفتر له دې جریانه ناخبره وو، خو د طالبانو لوړ پوړي مشر ټربیون ورځپاڼي ته ویلي دي، چي د قطر دفتر له خبرو سره مخالفت نه لري، ځکه چي هم اول وار غونډه او هم د دوهم وار ناسته د طالبانو د مشرتابه شورا په مخامخ لارښوونه ترسره کېږي او دغه کسان د قطر د دفتر تر غړیو هم ډېر واک لري.

داسي راپورونه هم خپاره سوي چي د د طالبانو د وخت د خارجه وزارت مرستیال ملا عبدالجلیل او د کندهار والي ملا محمدحسن رحماني د اختر په ورځو کي سعودي عربستان ته د سعودي د ملاتړ جذبولو په خاطر ریاض ته په سفر تللي او د شنبې په ورځ په داسي حال کي راستانه سوي دي، چي د افغان حکومت له استازي حاجي دین محمد سره ئې په ریاض کي مخامخ لیدنه هم سوې ده.