کور / تازه خبرونه / په ډزو د امريکا سفارت کارکوونکی وژل شوی

په ډزو د امريکا سفارت کارکوونکی وژل شوی

اسلام اباد دبي بي سي د خبرله مخې د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې نامعلومو وسله والو کسانو د امريکا سفارت پر کارکوونکي ډزې کړې.د ډزو له کبله دغه کارکوونکی وژل شوی دی.پوليس وايي د وژل شوی کس نوم اقبال بېګ و چې د امريکا سفارت لپاره يې کار کاوه.سرچينې وايي نامعلوم وسله وال کسان د اقبال بېګ کور ته ورغلي وو او دروازه یې ورته وهلې وه کله چې دی دروازې ته ورغلی، وسله والو پرې ډزې کړې.د ډزو له کبله اقبال بېګ ځای پر ځای وژل شوی.بريد کوونکي له سيمې په تښته بريالي شوي، پوليس وايي تر اوسه نه ده روښانه چې بريد کوونکي يو و، که زيات.ځايي پوليس وايي د وژل شوي کس خپلوانو ويلي چې دوی کومه دښمني نه لرله.پوليسو د وژل شوي کس جسد خپلوانو ته سپارلی دی.له پېښې له وروسته په سيمه کې وېره او ډار خپور شوی دی، پوليسو وايي د پېښې په اړه يې پلټنه پيل کړې ده.