کور / تازه خبرونه / ویسا: د ناکامو او بدنامو تجربو تکرار د څه لپاره؟

ویسا: د ناکامو او بدنامو تجربو تکرار د څه لپاره؟

د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب او تبصرې تر ډیره په بدخشان کې طالبانو ته د ګڼ شمېر پولیسو تسلیمیدو او د ملیشو د جوړولو په اړه اندیښنو ته ځانګړي کړي دي.

د ناکامو او بدنامو تجربو تکرار د څه لپاره؟ دا د ویسا خپلواکې ورځپاڼې د سرمقالې سرلیک دی.

په سرمقاله کې راغلي چې په بدخشان کې څه موده وړاندې له امنیتي ځواکونو څخه د سرونو غوڅول او اوس د ګڼ شمېر پولیسو تسلمیدل او بیرته خوشې کول د دې څرګندوي کوي چې د امنیتي ځواکونو لیکي باید ارزیابي شي.

سرمقاله لیکونکي ویلي، په بدخشان کې د پولیسو تسلیمیدو ته محلي پولیسو زمینه برابره کړې او دا دی اوس لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم او د بلخ سرپرست لګیا دی چې نورې محلې ملیشې جوړې کړي.

په سرمقاله کې راغلي چې دغه سیمه ییزې ملیشې په راتلونکې کې افغانستان ته په یوه لوی سرخوږي بدلیدلی شي.

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپلې سرمقاله کې لیکي چې د بدخشان په څیر پیښو کې د افغانستان کشفي او استخباراتي بنسټونه ملامت دي.

په سرمقاله کې راغلي، د بدخشان پیښه هرڅنګه چې وي، امنیتي ځواکونو ته یوه لویه ماته حسابیږي.

سرمقاله لیکونکي ویلي چې په دې پیښه کې لوړ پوړي چارواکي هم ګرم دي او هغه دا چې د امنیتي ځواکونو له محاصرې خبر وو، خو مرسته یې سیمې ته نه وه رسولې.

د ورځپاڼې په باور، د بدخشان په پیښه کې د کورنیو چارو وزیر پړ دی او په راتلونکې کې باید هڅه وشي چې د دا ډول پیښو مخه ونیول شي.

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې په یوه تحلیلي مطلب کې لیکلي چې ملیشه جوړونه د سولې د روانې پروسې د سبوتاژ لپاره ده.

په مطلب کې راغلي چې د سولې له ټینګښت سره د ځینو سیمه ییزو چارواکو ګټې له ګواښ سره مخ کیږي نو ځکه اوس هڅه کوي چې سیمه ییزې ملیشې جوړې کړي.

په مطلب کې راغلي چې یوشمېر پخواني جهادي قومندان په دې نوم چې له داعش او طالبانو سره مبارزه کوي پر خلکو وسلې ویشي.

انصار ورځپاڼې بیا په یوه مطلب د ولسمشرد لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم په حواله لیکلي چې طالبان وروڼه نه، بلکې د افغانستان دښمنان دي.

په مطلب کې د ښاغلي دوستم په حواله ویل شوي چې په شمالي ولایتونوکې طالبان د حکومتي چارواکو ملاتړله ځانه سره لري او د همدې کسانو له خوا منظم کیږي.