کور / تازه خبرونه / سیلابونو په بېلابېلو برخو کې ګڼ زیانونه اړولي دي

سیلابونو په بېلابېلو برخو کې ګڼ زیانونه اړولي دي

د میدان وردګو ولایت په چک،سیداباد، نرخ او جغتو ولسوالیو کې تېره شپه د زیاتو اورښتونو له امله سیلابونه راوتلي،چې له امله یې په بېلابېلو برخو کې زیانونه اړولي دي .
د میدان وردګو ولایت مقام له لورې د دغه سیلابونو د اوښتو کره زیانونو د معلومولو په موخه سیمې ته یو پلاوی د سروې په موخه استول شوی،ترڅو زیانونه معلوم او زیانمنو ته مرسته ورسول شي .
ولایت مقام سره د بېلابېلو ادارو له لورې د مرستې ژمنې شوي،خو د میدان وردګو والي ښاغلي حیات الله حیات له نورو مرستندویه ادارو هم غوښتنه کوي،چې د سیلاب ځپلو کورنیو سره دې د مرستې په موخه له دوی سره همکاري وکړي .
لومړني معلومات ښایي، د راوتلې سیلابونو له امله لسګونه کورونه،کاریزونه ، بندونه، استنادي دیوالونه،سلګونه جریبه کرنېزه ځمکه او باغونه تخریب شوي دي .
دوه ورځې وړاندې هم د میدان وردګو ولایت په چک، سیداباد او نرخ ولسوالیو کې سیلابونه راوتلي وو،چې له امله یې په سیداباد ولسوالۍ کې ۲۱۶ کورونه،۴۵ جریبه کرنیزه ځمکه،۲۶۰ متره استنادي دیوال،۴ د اوبو بندونه او ۳ د اوبو کاریزونه تخریب شوي دي .
همدا راز په چک ولسوالۍ کې ۵۳ کورونه،۱۶ جریبه کرنیزه ځمکه او ۲۵ متره سړک تخریب شوی دی .
په نرخ ولسوالۍ کې یو د اوبو کاریز،یوه ویاله،۲ زره جریبه کرنیزه ځمکه چې د ۷ سوه کورنیو اړوند ده ، هم تخریب شوی ده.
که څه هم د دغه زیانمنو کسانو سره یو شمېر ادارو له لورې مرستې راټولي شوي خو لا هم په رسمي ډول زیانمنو کسانو ته مرسته نده ورکول شوې