کور / خبرتیا او پيغامونه / د سعيد سره د خواخوږۍ پيغام

د سعيد سره د خواخوږۍ پيغام

لا يــــو شور راځنې لاړ نه وي بل راشي
مګر زه پيدا په ورځ د شور و شر يم
د خواشینۍ پیغام
د یوه ستر غم له امله را څخه ټولو تورو،کلیمو او جملو کډه وکړه، نه پوهیږم، څه ولیکم،چې د ګران ملګري او مدني فعال انجینر محمود سعید د
کورنۍ ۵ غړي د سعید مېرمن، درې لوڼې او یو زوی د ګاز ډبې د چاودنې له امله په شهادت رسیدلي .
ګرانه سعیده !
موږ دې په غم د بې وسې اوښکې تویولی شو او د کائیناتو رب ته شهیدانو ته د جنت او ته او کورنۍ ته دې د جمیل صبر د غوښتنې لاسونه لپه کولای شو .
زه ستا د یوه ملګرې او دمیدان وردګو ولایت د والي په توګه په دغه ستر غم کې له تا ځآن بېل نه ګڼم، هره لحظه دې په غم دردیږم او د دې ولایت د
ولسونو او ادارو له لورې درته د تسلیت مراتب وړاندې کوم.
هیله لرم چې الله ج تا او کورنۍ ته دې د دې ستر غم د زغم حوصله درکړي .
سعيد د ميدان وردګو ولايت د چک ولسوالۍ اوسېدونکى دى، په کابل ښار کې اوسېږي او اوسمهال په اروزګان ولايت کې دنده لري چې د پېښې ټول قربانیان یې د چک ولسوالۍ په امبوخاک سیمه کې خاورو ته وسپارل .
اناالله واناالیه راجعون
په درنښت
حیات الله حیات
د میدان وردګو والي