کور / تازه خبرونه / د حشمت کرزي د شهادت لومړۍ تلين ولمانځل سو

د حشمت کرزي د شهادت لومړۍ تلين ولمانځل سو

د حشمت خلیل کرزي د شهادت په لومړي تلين کي د سولي په برخه کي د هغه هڅي وستايل سوې.
دغه مراسيم نن په کندهار کي جوړ سوي وه، چي د شهيد د کورنيو د غړو تر څنګ، د قومونو قبايلو او سرحداتو وزير، د ولسمشر سلاکار وزير، د کندهار او زابل واليانو، د ولايتي او مشرانو جرګو غړو، يو شمېر چارواکو، په زيات شمير ځوانانو او قومي مشرانو هم برخه پکښي اخيستې وه.
د مراسيمو په پيل کي د ولسمشر سلاکار وزير حاجی اغالالي دستګيري د ولسمشر اشرف غني هغه ټليفوني پيغام خپور کړ، چي د شهيد حشمت خليل کرزي د شهادت د لومړي تلين په مناسبت يې رالېږلی وو.
په پيغام کي شهيد حشمت يو ولسي او زړه سوانده کس بلل سوی او د سولي په برخه کي يې د هغه هڅي ستايلي وې.
ولسمشر په دې پيغام کي د نوموړي کورنۍ او لوي کندهار ته د هغه د شهادت تسليت وړاندی او دوستانو په ځانګړې توګه د هغه د ورور حکمت کرزي څخه غوښتل سوي څو د هغه لاره تعقيب او د شهيد د سولي نيمګړی ارمان ور پوره کي.
يو شمېر نورو قومي مشرانو او ځوانانو هم د شهيد حشمت کرزي کارنامې، د ولس لاس نيوي او د هغه خاطرې بيان کړې او هغه يې ددې سيمي يو اتل وبلی.
ټولو ويناوالو له حکمت کرزي څخه وغوښتل څو د شهيد نيمګړي ارمانونه ور پوره او دی هم د ولس په منځ کي و اوسيږي.