کور / تازه خبرونه / د طالبانو د مشر ملا محمدعمر د مرګ آوازې تودې دي

د طالبانو د مشر ملا محمدعمر د مرګ آوازې تودې دي

راپورونه وايي د طالبانو مشر ملا محمدعمر اخند دوه یا دوه نیم کاله دمخه په طبیعي مرګ مړ سوی دئ.
تر دې دمخه هم د ملا محمدعمر د مړیني اوازې لوېدلي وې، خو طالبانو به درواغ بللې.

له ۲۰۰۱ کال راهیسي چي امریکا پر افغانستان حمله کړې، نه چا ملا محمدعمر مخامخ لیدلی، نه ئې ږغ خپور سوی او نه ئې عکس رسنیو ته راوتلی دئ.

طالبانو څو میاشتي دمخه د خپل مشر یو اوږد ژوندلیک هم خپور کړ، چي په شاوخوا دوو لسیزو کي د طالبانو د غورځنګ له ظهور راهیسي ئې په اول وار د خپل مشر په باب مفصل معلومات ورکړل، خو تر ژوند لیک لږ وروسته، په یوه خورا مهمه موضوع کي د ملا محمدعمر پر موجودیت سترګي پټي سوې، او مرستیال ئې ملا اخترمحمد منصور پر خپل نامه د داعش مشر ابوبکر البغدادي ته لیک واستاوه او له طالبانو سره د نه مخالفت غوښتنه ئې ځني وکړه.

د سږکال کوچني اختر په مناسبت د طالبانو د مشر په نوم یو ډېر نرم پیغام خپور سو، چي له افغان حکومت او امریکا سره ئې د سولي له خبرو ملاتړ کړی وو. په دې لیک کي د ملا محمدعمر د نامه پرځای یوازي امیرالمومنین لیکل سوی وو، چي د طالبانو د مشر د مړیني شکونه ئې نور هم ډېر کړل.

د افغانستان ملي امنیت ریاست دوه کاله دمخه لا د خپلو سرچینو په حواله د ملا محمدعمر د مړیني خبر ورکړی وو، خو هغه مهال طالبانو دغه خبرونه په کلکه رد کړل.

تېره اونۍ د فدايي محاذ په نوم د طالبانو یوې ډلي د خپل مشر ملا محمدعمر د مړیني خبره یو ځل بیا راپورته کړه او ادعا ئې وکړه، چي نوموړی د خپل نیژدې ملګري ملا اخترمحمد منصور له خوا وژل سوی دئ.

بلي خوا ته داسي راپورونه هم خپاره سوي چي د ملا عبدالروف او ملا عبدالقیوم ذاکر په مشرۍ د طالبانو یوه ډله، چي د سولي د خبرو مخالفه ده، هڅه کوي چي د ملا محمدعمر مشر زوی ملا محمدیعقوب د مشر د ځایناستي په توګه وټاکي.

د افغانستان له جمهوري ریاست څخه هم داسي خبرونه خپاره سوي، چي برایي ماخستن په ارګ کي د وزیرانو د شورا په غونډه کي پر دې موضوع بحث سوی دئ، او د پاکستان د حکومت رسمي سرچینو افغان حکومت ته د ملا محمدعمر مړینه تائېد کړې ده.

د بي بي سي پښتو څانګي د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد په حواله ویلي چي دوی د خپلو مشرانو سره تر سلا وروسته د ملا محمدعمر د مرګ او ژوند د خبر په باب دریځ په ډاګه کوي.