کور / تازه خبرونه / سرنوشت: ولې د افغانستان په شمال کې سیمې سقوط کوي؟

سرنوشت: ولې د افغانستان په شمال کې سیمې سقوط کوي؟

د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب او تبصرې ترډیره د طالبانو له خوا د یو شمېر سیمو د نیولو عواملو او د داعش د ګواښونو په اړه اندیښنو ته ځانګړي کړي دي.

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې پوښتنه کړې چې ولې د هېواد په شمال کې سیمې سقوط کوي؟

په سرمقاله کې راغلي چې په اکثرو شمالي سیموکې د وسله والو مخالفینو پرضد جګړه کې د پولیسو او ملي اردو پرځای محلي ملیشې ښکیلې دي او همدا د سیمو د سقوط عمده لامل دی.

سرمقاله لیکونکي ویلي، مستند راپورونه لري چې دغه سیمه ییزې ملیشې د خلکو د ځورنې لامل کیږي او ان پرښځو او ماشومانو باندې پرجنسي تیري تورن دي.

د ورځپاڼې په باورد ملیشو جوړولو فکرباید له سره وایستل شي او د ملي امنیتي ځواکونو ملاتړ باید زیات شي.

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا په یوه تحلیلي مطلب کې لیکلي چې د ملیشه جوړولو ناکام او بدنام فرهنګ.

په مطلب کې راغلي چې د ببرک کارمل او ډاکټرنجیب الله د واکمنۍ پرمهال هم د ملیشو جوړول یوه تیروتنه وه او اوس بیا داسې هڅې ترسترګو کیږي چې یو شمېرکسان د ملیشو په جوړولو بوخت دي.

د مطلب لیکوال ویلي، که د امنیتي ځواکونو پراختیا ته اړتیا وي باید د ملیشو جوړولو پر ځای د ملي اردو او ملي پولیسو لیکې پیاوړې شي.

چراغ نادولتي ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې د داعش د ګواښ په اړه تبصره کړې او لیکلي دي چې د داعش پیسې ځواکونه جذبولی شي، خو د خلکو عقیدې نه شي جذبولی.

په سرمقاله کې راغلي، داسې شواهد موجود دي چې اوس لویدیځوال د طالبانو پرځای پر داعش پانګونه کوي څو له دې لارې خپلو اهدافو ته ورسیږي.

سرمقاله لیکونکي ویلي، هغه خلک چې د داعش له لیکو سره یوځاییږي لامل یې بې وزلي او د پیسو پيدا کول دي او دا ډله نه شي کولای چې د پیسو په بدل کې د خلکو عقیده ځان ته متمرکزه کړي.

اطلاعات روز بیا په یوه مطلب کې د اجرایي ریس عبدالله عبدالله خبرې را اخیستي چې ویلې یې دي، داعش د منځنۍ اسیا هېوادونه ګواښي.

په مطلب کې د ښاغلي عبدالله په حواله دا هم ویل شوي چې د منځنۍ اسیا هېوادونوله چارواکو یې د داعش په وړاندې د مبارزې غوښتنه کړې ده.